د کندهار بزګرانو سږ کال د ځمکنیو توتو لۀ حاصلاتو خوښي ښودلې ده
د کندهار بزګرانو سږ کال د ځمکنیو توتو لۀ حاصلاتو خوښي ښودلې ده
د دوی په خبره دمګړی پر شاوخوا پنځوس جریبه ځمکه په ازمویښتي توګه دغه بوټی کرل شوی دی خو دا چې حاصلات یې د قناعت وړ دي نو تمه ده چې پر لا ډېرو ځمکو وکرل شي.
(2022 / 5 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کندهار کروندګر وايي چې په دغه ولایت کې د ځمکني توت کرکېلې ښه پایله لرلې ده.
ددغه ولایت بزګران وایي چې په وروستیو کې د کوکنارو پر ځای د ځمکني توت کرل ښه بدیل دی ځکه په بازار کې یې بیه لوړه ده او په کندهار کې یې حاصلات ښه دي.
د دوی په خبره دمګړی پر شاوخوا پنځوس جریبه ځمکه په ازمویښتي توګه دغه بوټی کرل شوی دی خو دا چې حاصلات یې د قناعت وړ دي نو تمه ده چې پر لا ډېرو ځمکو وکرل شي.
بزګران وایي چې ځمکې یې د ډول ډول بوټو او نباتاتو د کرلو جوګه دي خو تمه لري چې حکومت دوی ته د بازار په موندلو بریالی شي.