ميدان وردګ ؛ د تېره شپه یو کس وژل شوی، امنیتي ځواکونو یې قاتل نیولی دی 

0
101

ميدان وردګ ؛ د تېره شپه یو کس وژل شوی، امنیتي ځواکونو یې قاتل نیولی دی 

د جلرېز ولسوالۍ امنیه قومندان قاري خلیل الرحمن وثیق وایي، د تورن کس له کوره یو میل پیکا، یو میل راکیټ، یو میل کلاشینکوف، یو میل m4 او ۴ میله تفنګچې تر لاسه شوې.

 

(2022 / 5 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د باختر اژانس د خبر له مخې د میدان وردګ امنیه قومنداني وایي، تېره شپه د میدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ کې د رازمحمد په نوم یو کس په ډزو وژل شوی او د قتل په تور یې یو تن نیولی.

امنیه قومنداني زیاتوي، د وژل شوي کس د قتل په تور یې د زېولات سیمې د سرورخان په نوم یو کس نیولی، چې له کوره یې زیات شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.

د جلرېز ولسوالۍ امنیه قومندان قاري خلیل الرحمن وثیق وایي، د تورن کس له کوره یو میل پیکا، یو میل راکیټ، یو میل کلاشینکوف، یو میل m4 او ۴ میله تفنګچې تر لاسه شوې.

وژل شوی کس د پخواني نظام د دوه مشهورو قومندانانو موسی هوتک او غلام محمد ورور دی، خو د وژل شوي کس د قتل انګېزه لا نه ده معلومه؛ کورنۍ یې وایی، شخصي دښمني مو نه درلوده.

Leave a reply