اوکراین وایي له روسیې سره روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي
اوکراین وایي له روسیې سره روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي
هغه زیاته کړې چې روانه جګړه یوازې د مذاکراتو او خبرو پر مېز د پای ته رسېدو وړ ده. زلینسکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه روسیې پر ټول اوکراین هوايي بریدونه پيل کړي او وايي چې دغه جګړه به ګټي او اوکراین به آزادوي.
(2022 / 5 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین وایي له روسیې سره روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.
د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زلینسکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د جګړې د ختمېدو ملاتړي دي.
دده په خبره د جګړې په ډګر کې ښایي پر روسیه برلاسي شي او دغه هېواد وځپي خو په اساسي توګه جګړه نه شي ختمېدلی.
هغه زیاته کړې چې روانه جګړه یوازې د مذاکراتو او خبرو پر مېز د پای ته رسېدو وړ ده.
زلینسکی داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه روسیې پر ټول اوکراین هوايي بریدونه پيل کړي او وايي چې دغه جګړه به ګټي او اوکراین به آزادوي.