ایران لۀ افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی   

0
168

ایران لۀ افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی 

نوموړي همدا راز د اوبو په اړه هم ویلي‌ او خبر یې ورکړی چې په وروستیو کې د ددواړو لورو لخوا یو پلاوی د اوبو پر مسئله کار کوي‌ او تمه ده چې افغان لوری د ایران حقابه ورکړي.

 

(2022 / 5 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایران وايي له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي‌ دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغانستان او ایران ترمنځ له دوغارون بندر لیدنه کړې ده او ټینګار یې کړی چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي‌ دي.

د ده په خبره دوی په وروستیو کې له افغانستان سره په مرزي سیمو کې لا ډېر سوداګریز او بندري‌ تاسیسات جوړ کړي‌ چې د دواړو لورو ترمنځ د ښو اړیکو د پراختیا په مانا ده.

نوموړي همدا راز د اوبو په اړه هم ویلي‌ او خبر یې ورکړی چې په وروستیو کې د ددواړو لورو لخوا یو پلاوی د اوبو پر مسئله کار کوي‌ او تمه ده چې افغان لوری د ایران حقابه ورکړي.

ایراني لوري‌ همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Leave a reply