پاکستان د افغانستان لۀ موضوع پرته، لۀ امریکا سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده 

0
47

 پاکستان د افغانستان لۀ موضوع پرته، لۀ امریکا سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده 

پاکستان داسې مهال د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د خرابېدو لامل افغانستان بولي چې په تېره څلوېښت کلنه جګړه کې یې له امریکا د افغان جګړې او بشردوستانه مرستو په پلمه میلیاردونه ډالر ګټلي‌ دي‌ او له دې لارې یې قوي‌ حکومتي بنسټونه جوړ کړي‌ دي.

(2022 / 5 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 پاکستان له امریکا غوښتي‌ چې د افغانستان له مسئلې پرته له دوی سره ښې اړیکې ولري.

  د پاکستاني‌ رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو نوي‌ وزیر بلاول بوټو په واشنګټن کې له خپل امریکایي سیال انتوني‌ بلینکن سره د خبرو پر مهال ویلي‌ چې دوی له امریکا سره د ښو او پراخو اړیکو غوښتونکي‌ دي.

د ده په وینا پاکستان په دې تمه دی چې امریکا هم له دوی سره ښې اړیکې ولري.

بوټو ویلي‌ چې په تېر کې د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان پر سر خرابې شوې دي نو ځکه ددې جدي اړتیا ده چې د افغانستان له مسئلې پرته د دواړو ترمنځ پراخې اړیکې موجودې وي.

Leave a reply