افغان او امریکايي لوري پر روان وضعیت خبرې کړې دي

0
296

افغان او امریکايي لوري پر روان وضعیت خبرې کړې دي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي‌، افغان لوري‌ ویلي‌ چې امنیت تامیین شوی،‌ له فشارونو سره سره بانکي سیستمونه فعال دي، د سلګونه زره پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو معاشونه ورکول کېږي او د وضعیت د لا ښه کېدو لپاره هڅې روانې دي.

( 2022 / 5 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي‌ استازي توماس ویسټ‌ په تازه ټويټ پیغامونو کې ویلي چې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره یې افغانستان کې د روان وضعیت او مېرمنو د حقونو په اړه د نړیوالو د واحد دریځ او اندېښنو په اړه خبرې کړې دي.

د ویسټ په خبره د مېرمنو پر وړاندې د افغان حکومت وروستي فشارونه ورته اندېښمنوونکې دي.

په دې تلیفوني‌ مکالمه کې د افغان مېرمنو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري‌ هم خبرې کړې دي.

دواړو خواوو له نوي حکومت غوښتي چې له روانو کړو فشارونو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې غوښتنه ده.

بهرنیو چارو وزارت هم دغه مکالمه تاییدوي او وايي‌ چې دواړو لورو پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي‌ او افغان حکومت په دې موده کې د خپلو لاس ته راوړنو په اړه خبرې کړې دي.

Leave a reply