که عمران خان دوه ورځې زنداني شي نو د هغه سیاست به اووځي: وزیرداخله

0
182

باغي ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دعا کوې چې د عمران خان د نيولو لپاره مونږ ته اجازت راکړل شي.

لاهور کښې خبريالانو سره خبرو کښې رانا ثناء الله اوويل چې عمران خان دې په همغه زندان کښې وساتل شي چرته چې هغه ساتلې شوې وو، هغه اوویل چې دا کار د اتحادي پارټیو مشرانو نه بغير نه شي کولې او د ټولو مشرانو په مشوره به دا کار وکړو چې عمران خان زندان ته لاړ شي. هغه وويل که عمران خان درې ورځې په جيل کې وساتل شي نو دهغه سياست به ختم شي.
رانا ثناءالله وويل مونږ او ادارو ته پکار ده چې هيواد د بحران څخه اوباسو، هغه اوویل چې که اتحادي ګوندونو هیواد د بحران څخه خلاص نه کړو نو یوه بده پیښه به مخې ته راشي.

Leave a reply