د پي ټي آیی په سیاست کښې عمران خان د مړي په شان دې: مولانا فضل الرحمان

JUI-F leader: Mulana Fazlur Rahman: File Photo App
باغي ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان په یو بیان کښې ویلي دي چې د تحریک انصاف پاکستان په سیاست کښې عمران خان د یو مړي په شان دې او که ملیونونه خلق د مړي په جسد ودریږي نو دا مړې کله هم نه ودریدې.
پيښور کښې د حرم نبوي کانفرنس ته خطاب کښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې ستونزه دا نه ده چرته چې پيښه رامخې ته شوې بلکې ستونزه دا ده چې د زړه درد چرته او چا ته رسیدلې دې.
هغه اوویل چې انيل مسرت او جهانګير چيکو په خپل ژوند کښې هيڅکله عمره نه ده کړې.
نوموړی اوویل چې هغوي مسجد نبوي ته په کوم نیت راغلي وو؟ د پي ټي آئي د برطانيې صدر هم مدينې منورې ته د ګډوډي پیدا کولو لپاره راغلې وو.
مولانا فضل الرحمان وویل چې عمران خان د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو کمپاین کې له ټرمپ سره وو، د عمران حکومت د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو سازش وکړو.
هغه اوویل چې ټرمپ په زور ډېر عرب هېوادونه د اسرائیلو په رسمیت پېژندلو ته وهڅول. هغه اوویل چې زیاته ی کړه چې د کراچۍ له کنفرانس څخه تر نن ورځې پورې ی بیا د اسرائیل د پیژندنې په اړه د خبرو جرأت نه دې کړې.
نوموړي اوویل چې
جمعیت علما ی اسلام د اسلام، د نبوت او د انسانیت د وقار ساتنه کړې، د پیغمبر بیرغ یې پورته کړی او دا به همداسې په راتلونکي کښې هم دوام ولري.






