ملګري ملتونه وایي په جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې ګراف مخ پر لوړېدو دی

0
76

ملګري ملتونه وایي په جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې ګراف مخ پر لوړېدو دی

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د افغانستان په ګډون په ډېری جګړه ځپلو هېوادونو کې د لوږې کچه په لوړېدو ده. بلخوا د اوکراین جګړې په نړیواله کچه د خوړو او غنمو بیې لوړې کړې دي، چې دې مسئلې اندېښنې پارولې دي.

(2022 / 5 / 22    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ملګري ملتونه وایي په جګړه ځپلو سیمو کې د لوږې ګراف مخ پر لوړېدو دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې جګړو په ډېری هېوادونو کې لوږه پراخه کړې ده خو په هغه هېوادونو کې چې جګړې اوس هم روانې دي د لوږې او قحطۍ د ګراف د لوړېدو په حال کې دی.

نوموړی وایي چې دا مسئله د جګړه ځپلو هېوادونو او سیمو پر ګاونډیو هم اغېز کوي او تمه لري چې په نړۍ کې روانې جګړې ختمې کړل شي.

Leave a reply