ستانکزی: افراط او تفریط د حکومت کولو لار نده

ستانکزی: افراط او تفریط د حکومت کولو لار نده
د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو تازه ويلي چې د ا.ا ټول مشران د نجونو د زده کړو په تړاو يوه خوله نه دي.
(2022 / 5 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزي ویلي چې نظام نه په تنګ نظرۍ چلېږي او نه په پراخ نظرۍ بلکې معتدله شرعي لار په کار ده.
نوموړي نن د ملا اختر محمد منصور د شپږم تلین په مراسمو کې زیاته کړې ده چې که د افغانستان اوسنی نظام ښویېږې د څلوېښتو کلونو قربانیان به د دوی ګرېوان ته لاس وراچوي.
ستانکزي زیاته کړې ده چې حکومت پر زړونو مهم دی نه پر سرونو. ستانکزي د خپلو خبرو پر دوام په هېواد کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیزونو ته په اشارې ویلي چې ښځې د افغانستان د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او هغوی حق لري چې زده کړې وکړي، دا د حکومت دنده ده چې هغوی ته زمینه برابره کړي.
نوموړي ټینګار کړی دی چې ښځو ته باید د خدای، رسول او افغاني کلتور په رڼا کې د هغوی حقه حقونه ورکړل شي.
د افغانستان د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو تازه ويلي چې د ا.ا ټول مشران د نجونو د زده کړو په تړاو يوه خوله نه دي.






