ميدان وردګ؛ دشهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
ميدان وردګ؛ دشهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د مرستې د وېش پر مهال د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د شهیدانو د ورثه و ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د وخت په تېرېدو به یې تر دې زیات لاسنیوی وکړي.
(2022 / 5 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
باختر اژانس ويلي د میدان وردګو ولایت مقام له لوري د دغه ولایت د ۴ سیدآباد، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو د ۱۰۰ هغو شهیدانو په کورنیو، چې درې او یا تر دې زیات شهیدان یې ورکړي وي، نغدي مرسته او خوراکي توکي ووېشل.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۱۳ زره افغانیو په ارزښت خوراکي توکي او ۳ زره افغانۍ ورکړل شوې.
د مرستې د وېش پر مهال د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د شهیدانو د ورثه و ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې د وخت په تېرېدو به یې تر دې زیات لاسنیوی وکړي.