د اوکراین جګړه؛ ۱۱ اروپايي هېوادونه د روسیې د جنګي جنایتونو پۀ څېړلو بوخت دي

0
159

د اوکراین جګړه؛ ۱۱ اروپايي هېوادونه د روسیې د جنګي جنایتونو پۀ څېړلو بوخت دي

د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر ويلي، ژمنه کوي چې اوکراين کې د جنګي جنايتونو ټولې ادعاوې به په بې پرې توګه د قانون له احکامو سره سمې وڅېړي.

 

(2022 / 5 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اروپايي ټولنې ۱۱ غړي هېوادونه په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په څېړنه بوخت دي.

د اروپايي ټولنې د عدالت کمېشنر دیدییه ریندر ويلي، ژمنه کوي چې اوکراين کې د جنګي جنايتونو ټولې ادعاوې به په بې پرې توګه د قانون له احکامو سره سمې وڅېړي.

هغه زياته کړې چې که جنګي جنايت ثابت کړي نو عاملين به يې له مجازاتو خلاص نه شي.

دیدییه ریندر د ایټالیا لا سټامپا ورځپاڼې ته ویلي، څېړنې د هغو کسانو د شواهدو پر بنسټ کوي چې وروستيو کې د اوکراين له جګړو اروپايي هيوادونو ته تښتېدلي دي.

Leave a reply