Tag: ANP
-

د احصایې ادارې د اونۍ د انفلاسیون ارقام خپاره کړل.
باغي ټي وي رپورټ د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، د انفلاسیون کچه په اونۍ کې ۰.۰۵ سلنه لوړه شوې، چې له دې وروسته په کلني ډول دغه کچه ۲۵.۳۴ سلنه ثبت شوې ده. د احصايې اداره وايي، چې تېره اونۍ د ٢٢ توکو بيې لوړې شوې، د ١٢ توکو بيې راټيټې شوې…
-

د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف د ستمبر په مياشت کښې د وطن واپسۍ لپاره ورکړے شوې نيټه بدله شوې ده، شريف خاندان د هغه واپسۍ لپاره په نوې نيټه اتفاق کړې دې۔
باغي ټي وي رپورټ سرچينې وايي، چې د نواز شريف هېواد ته د ستنېدو د وروستۍ نېټې د ټاکلو لپاره په لندن کې د شريف کورنۍ يوه غونډه شوې وه، چې په کې پرېکړه شوې وه، چې نواز شريف بايد په سپټمبر مياشت کې هېواد ته راستون نه شي. دسرچينو له مخې دشريف دکورنۍ په…
-

ملګري ملتونه وايي، په پاکستان کې د سختو سېلابونو له تېرېدو یو کال وروسته هم ۴۰ لکه ماشومان لا هم له پاکو اوبو بې برخې دي.
باغي ټي وي رپورټ په دې لړ کې د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف یو رپورټ خپور کړی چې پکې ویل شوي چې په پاکستان کې اته میلیونه خلک له پاکو اوبو بې برخې دي چې نیمايي یې ماشومان دي. د یونیسف په رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان ماشومان نه شي هېرولی، د سېلاب…
-

د نگران وزيراعظم انورحق كاكړ سره په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم وليدل۔
باغي ټي وي رپورټ په وزيراعظم هاؤس کې شوې غونډه کې دامريکا سفير انوارالحق کاکړ ته دوزيراعظم چوکۍ په غاړه اخستو مبارکي ورکړه په دغه موقع امريکائي سفير دپاکستان داقتصادي اؤ پرمختيائي ايجنډا ملاتړ کولو خواهش څرگند کړو. دامريکا سفير سره په ليدنه کې نگران وزيراعظم ددوه اړخيزه اړيکو په اوسني مثبت تحرک باندې داطمينان…
-

د هوايي ډګر امنيتي ځواک (ASF) د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د عملياتو په ترڅ کې د يوه مسافر له قبضې څخه د هيروينو ډک لسګونه کيپسولونه ترلاسه کړل.
باغي ټي وي رپورټ د اے اېس اېف ترجمان ترمخه مسافر شهزاد خان شارجه ته د تللو لپاره د اسلام آباد ائيرپورټ ته رسيدلې وو چې د اے ايس ايف عملې د سامان پلټنه كولو نه پس چې معلومه شوه چې دا مشکوک وو او د مسافر په سامان كښې شامل د شيمپو بوتل نه…
-

د کراچۍ جمشيد کوارټر لسبيله چوک سره نزدې د سيوريج لائن د چاؤدنې له امله ٨ کسان ژوبل شوي اؤ گڼ شمير دوکانونه تباه شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ د پولیسو په وینا، د جمعې له لمانځه وروسته لسبیله چوک ته څېرمه د نعمان جومات مخې ته د ځمکې لاندې سیوریج لاین کې زوروره چاودنه وشوه. د چاودنې له امله تر سلو مترو پورې دوکانونه او د پخلنځي یو کور سخت زیانمن شوی او ۸ تنه ټپیان شوي دي. د…
-

د کراچۍ په لياري سيمه کې د حساسې ادارې د يو چارواکي په وژنه کې ککړ د مرکزي ملزم او شوټر په ګډون درې شکمن کسان نيول شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ د سکيورټي ذرائعو ترمخه د رينجرز خفيه څانګي اهلکارو د تخنيکي مهارت نه په استفادې سره د کراچۍ بلديه ټاون سيمه ريس ګوټ نه دوه شکمن کسان ګرفتار کړي او د پلټنو نه پس ئي اصلي ملزم ګرفتار کړے شوي او د کاروائي له وجي ئي اصلي ملزم ګرفتار کړے شوے…
-

د پاکستان د ټاکنو کمېشن د ټاکنیزو حوزو او ټاکنیزو لیستونو د تجدید په اړه د رسنیو راپورونه رد کړل.
باغي ټي وي رپورټ د ټاکنو کمېسیون د ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په ځینو رسنیو کې ویل شوي، چې د ټاکنو کمېسیون به د ټاکنیزو حوزو له وروستي خپرېدو وروسته د ټاکنیزو لېستونو په اړه تازه معلومات ورکړي. د انتخاباتو د کمیسیون ویاند زیاته کړه چې دا خبر…
-

د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) له پاکستانه غوښتي چې د ګازو د سکټور د کریډیټ تړون شرایط په کلکه عملي کړي.
باغي ټي وي رپورټ د خزانې نگران وزير شمشاد اختر د آئي اېم اېف چارواکو سره ورچوئل ملاقات کړے چې پکښې د تبادلې نرخ، د بجلۍ او ګيس سکټور د قرضونو په اړه خبرې اترې وشوې۔ د ذرائعو ترمخه د خزانې نگران وزير آئي ايم ايف ته د بازار په بنياد د تبادلې نرخ باندې…
-

د پي ټي ائي د چيئرمېن عمران خان د وکيل لطيف کهوسه په ګډون ګڼ شمېر وکيلان د اسلام اباد هائي کورټ په لفټ کې بند پاتې شول.
باغي ټي وي رپورټ کله چې د عمران خان وکيل لطيف کهوسه د مقدمې اورېدنې وروستو روان شو نو هغه په لفټ کې ودرېد چې وروسته د هائي کورټ د ودانۍ د ساتنې څانګې خبر شو. لطیف کهوسه او نور کسان تر ۴۰ دقیقو زیات په لفټ کې بند پاتې وو چې د ساتنې کارکوونکو…