د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) له پاکستانه غوښتي چې د ګازو د سکټور د کریډیټ تړون شرایط په کلکه عملي کړي.

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې نگران وزير شمشاد اختر د آئي اېم اېف چارواکو سره ورچوئل ملاقات کړے چې پکښې د تبادلې نرخ، د بجلۍ او ګيس سکټور د قرضونو په اړه خبرې اترې وشوې۔
د ذرائعو ترمخه د خزانې نگران وزير آئي ايم ايف ته د بازار په بنياد د تبادلې نرخ باندې اعتماد کښې اخستې او باور ورکړو چې د تبادلې نرخ کنټرولولو لپاره به کومه مصنوعي پاليسي نه جوړيږي او د تبادلې نرخ به مارکيټ پخپله ټاکي۔
سرچينې وايي د خزانې وزير شمشاد اختر د آئي اېم اېف چارواکو ته ويلي چې د بجلۍ سيکټور د گردشي قرضې کمولو لپاره د تعرفې شرحه زياته کړې شوې ده، د بجلۍ سيکټور گردشي قرضه به د 2024 کال تر جون پورې 2128 اربه روپو ته محدوده شي او د ريولونګ کمولو لپاره سبسډي ورکولې شي۔ د بریښنا سکټور پورونه پای ته رسیږي.
د سرچينو ترمخه په دغه غونډه کې د ائي ايم ايف لخوا د گيس سيکټور څخه دتندلارو قرضونو کمولو په اړه دترسره شوې سکيم په اړه هم خبرې اترې شوي چې پکې دخزانې سرپرست وزير
د معاهدې په شرطونو عمل درآمد په اړه ائي ايم ايف چارواکو ته معلومات ورکړل. په داسې حال کې چې د پیسو نړیوال صندوق چارواکو له پاکستانه غوښتي چې د تړون شرایط په کلکه عملي کړي. دسرچينو له مخې دماليې وزير شمشاد اختر هم داقتصادي بيا کتنې تر پيل وړاندې د ائي ايم ايف چارواکو ته دتړون دشرطونو دپوره کولو باور ورکړو.





