ملګري ملتونه وايي، په پاکستان کې د سختو سېلابونو له تېرېدو یو کال وروسته هم ۴۰ لکه ماشومان لا هم له پاکو اوبو بې برخې دي.

باغي ټي وي رپورټ
په دې لړ کې د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف یو رپورټ خپور کړی چې پکې ویل شوي چې په پاکستان کې اته میلیونه خلک له پاکو اوبو بې برخې دي چې نیمايي یې ماشومان دي.
د یونیسف په رپورټ کې ویل شوي چې د پاکستان ماشومان نه شي هېرولی، د سېلاب اوبه تېرې شوې خو د دوی ستونزې لا هم پاتې دي.
په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې د سېلاب ځپلو سیمو د بیارغونې چارې روانې دي خو ډېرو خلکو ته نه دي رسېدلي، نو د پاکستان حکومت باید د سېلاب ځپلو ماشومانو او کورنیو لپاره پانګونه زیاته کړي.
د راپور له مخې، د اقلیم بدلون په اغیزمنو ولسوالیو کې د ماشومانو او کورنیو لپاره لا دمخه موجود نابرابرۍ ژورې کړې دي.






