د احصایې ادارې د اونۍ د انفلاسیون ارقام خپاره کړل.

0
157

باغي ټي وي رپورټ

د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې، د انفلاسیون کچه په اونۍ کې ۰.۰۵ سلنه لوړه شوې، چې له دې وروسته په کلني ډول دغه کچه ۲۵.۳۴ سلنه ثبت شوې ده.

د احصايې اداره وايي، چې تېره اونۍ د ٢٢ توکو بيې لوړې شوې، د ١٢ توکو بيې راټيټې شوې او د ١٧ توکو بيې ثابت پاتې دي.

د شمارياتو د ادارې د معلوماتو له مخې، د پيازو په بيه کې شپاړس روپۍ، د مسور په بيه کې لس روپۍ، د بورې په بيه کې شپږ روپۍ او د هګۍ په بيه کې اووه روپۍ زياتوالى راغلى دى. .

دال ماش اته روپۍ في کيلو، د مونګ دال دوه روپۍ، وړه غوښه څلور روپۍ في کيلو، د هډوکو غوښه هم دوه روپۍ في کيلو ده.

د احصايې ادارې د معلوماتو له مخې، د ژوندۍ چرګ په بيه کې ٢٣ افغانۍ، روميان دوه روپۍ، کيله دوه روپۍ، کيله هم دوه روپۍ ارزانه شوې، دغه راز د شل کيلو بورۍ اوړو په بيه کې هم دوه روپۍ کمې شوې دي.

Leave a reply