پاکستان د افغانانو لپاره تورخم پوله پرانستله

په تورخم پوله یو افغان مریض پاکستان ته رادخل شوې دې. فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستانی چارواکو او اړوند ادارو له طرف نه پاک افغان پوله تورخم د افغانانو لپاره پرانستل شوه، په ۵ میی ،کال ۲۰۲۱ په پوله د کورونا د مخینوي لپاره سفری بندیزونو لګول شوي وو.
د تورخم بارډر سرکاري سرچینو او د دولتي ادارو له طرف نه داسې مراسله جاري شوې چې هغه افغانان چې قانوني د پاکستان آن لاین ویزا ولري ، هغوی پاکستان ته راتلې شي.
په تورخم کښې یو سرکاري چارواکي رسنیو ته ویلي چې د افغانستان قانوني سټکر ویزا لرونکي ته هم اجازت ورکول کیږي چې پاکستان ته داخل شي خو بیا په تورخم کښې یو چارواکي اوویل چې نا، هغه افغانان چې قانوني آن لاین ویزا لري پاکستان ته راداخلیدۍ شي.
یاده دې وي چې د پاکستان د کورونا مرض د مخنیوي لپاره جوړه شوې ادارې این سي او سي له طرف نه په میی ۵،کال ۲۰۲۱ په پاک افغان پوله تورخم سفری بندیزونو ولګیده، افغانان به د پاکستان نه افغانستان ته تلې شو او هم دغه شان به پاکستاني وګړی د تورخم له لارې خپل هیواد پاکستان ته راتلې شوی ، صرف هغه افغانان چې مریضان به وو، قانوني کاغذونه او ویزا به ی لرله پاکستان ته د علاج لپاره راتلې شي.
د پاکستان دا فیصله چې پوله ی د عام مسافرو د تګ راتګ لپاره پرانستله ، افغانانو او نورو سوداګرو په ښو ټکو کښې ستایلې ده. نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي د یو لوړ پوړي پلاوي سره د کابل په سفر تللې دې چرته به چې هغوی د افغانستان اسلامی امارت د لوړ پوړه چارواکو سره اوګوري.
قریشي په ټولنیزو رسنیو خبر خپور کړې چې پایه تخت کابل ته رسیدلي وو، د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر ی هرکلې کړي دې.
……………………………..
هم ددې خبر سره تړلې د باغي پښتو ټي وي نور خبرونه هم اوګورې.
…………………………….
اسلام آباد نړیوال هوایی ډګر د افغان ټرانزټ ټریډ لپاره پرانستل شوې دې: محمد صادق
……………………………..
……………………………..
د تورخم له لارې د پاکستان سفارت سره ثبت شوي افغان محصلین پاکستان ته تللي
……………………………






