د پاکستان لوړپوړي پلاوي د امارت اسلامی ریس الوزرا سره غونډه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د پاکستاني نورو مهمو چارواکو سره پایه تخت کابل ته رسیدلې دې، په رسنیو رپورټونه خپاره شوي چې قریشي د امارت اسلامی ریس الوزرا سره غونډه کړې ده.
د رپورټونه مطابق په دې مهمه غونډه کښې د پاکستان پلاوی د افغانستان اسلامی امارت د وزیرانو کابینه او د افغان عبوری حکومت مشر اوریس الوزرا مولوی محمد حسن اخوند سره یو خصوصي ملاقات کړې دې.
په دې مهمه غونډه کښې په دوه اړخیز تجارت ته وده ورکول، د پاکستان او افغانستان ترمینځ د اړیکو له ښه کولو او په نور څو اهمو د سیمه ایزو ګټو لپاره په موضوعاتو ټینګار وشو او ژمنه وشوه چې د پاکستان او افغانستان د دواړه هیوادونو حکومتي چارواکي به په اړیکو کښې وی چې د مسلمان ګاونډي هیوادونو اړیکې نورې هم ټینګې شي.
یاده دې وی چې د پاکستان د افغانستان په اړه د اول نه دا دریځ دې چې د افغانستان امن او ترقې کښې دې ټولې سیمې او هیوادونو ګټه ده او په افغانستان کښې بدامنی د ټولې سیمې او ددې ګاونډي هیوادونه په زیان کښې ده.
څرګنده دې وی چې پرون د پاکستان فوځ سرلښکر سره په یو مهمه غونډه کښې د نیټو هیوادونو مشر هم د پاکستان ستاینه کړې وه چې ددې سیمې په امن کښې ی اهم رول ولوبول او د افغانستان نه د امریکایی او انخلا په دوران کښې ی هم د پاکستان مثبت رول ستاینه وکړه.
#Breaking_news!
پاکستان کے وزیر خارجہ شاہ محمود قریشی کی وزیر اعظم ملا محمد حسن اخند سے شاھی محل میں ملاقات۔کابل میں پاکستانی سفیر کا کہنا ہے کہ اس ملاقات کے دوران فریقین نے دونوں ممالک کے درمیان تجارت ، راہداری اور عوامی تعلقات پر تبادلہ خیال کیا۔#T20WorldCup pic.twitter.com/adaxjUXHnq— افغان خبرنامہ اردو (@khabar_afghan) October 21, 2021