د ترکیې او ایران  تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شو 

0
50

د ترکیې او ایران  تر منځ امنیتي تړون لاسلیک شو 

 د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو چې د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ایران ته سفر کړی په پلازمینه تهران کې د خپل ایراني‌ سیال احمد وحیدي‌ سره د دوه په دوه او هیئتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ځینو برخو کې د همکاریو توافقنامې لاسلیک کړې.

(2021 / 10 / 21  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته دواړو وزیرانو په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ترکیې کورنیو چارو وزیر سویلو خبري‌ غونډې ته وویل چې ترکیه او ایران د پي کاکا ترهګري‌ سازمان په ګډون د ټولو ترهګرو سازمانونو او ډلو پر خلاف په ګډه د مبارزې کولو قوي اراده لري. پدې برخه کې یو زیات شمیر کاري‌ ډلې لرو او ددې دوو هیوادونو په غوښتنه خپله قوت او طاقت ښکاره کوي.

نن مونږ یو ځل بیا د ترهګرۍ پر خلاف په روانه مبارزه کې ګډه همکاري‌ او قوي اراده بیان او څرګنده کړه.

سلیمان سویلو وویل چې پدې لیدنه کې مو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د رامنځته شوو وروستیو تحولاتو نه وروسته د پیل شوې کډوالۍ په مسئلې خبرې وکړې. ترکیه او ایران د کلونو کلونو راهیسې د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف په ګډه مبارزه کوي او ددینه وروسته به هم دې مبارزې ته دوام ورکړي.

  همداشان د ترکیې او ایران د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځه په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې د همکاریو د کچې د لا لوړولو او دا همکاري‌ مختلفو برخو ته د غځولو په موخه پروتوکول لاسلیک شو.

د بله پلوه د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي  وویل چې د ایران او ترکیې ترمنځه د متقابلو ګټو او منافعو برڼسټ ولاړې ډیرې قوي‌ او غښتلې اړیکې شتون لري او پدې اړیکو کې به ددینه وروسته نوې دوره پیل شي.

فتنه ګرو ته به اجازه ورنکړو چې د ایران او ترکیې ترمنځه دې قوي‌ او غښتلو اړیکو ته زیان رسوي.

د لاسلیک شوو توافقنامو د لاسلیکولو نه موخه  د دواړو هیوادونو ترمنځه په ځانګړې توګه په امنیتي‌ برخو کې د همکاریو کچه د پام وړ لوړول دي. همداشان ددې توافقنامو له مخې په سرحدي‌ سیمو کې د  ترهګرو او  ناقانونه کډوالو د تګ راتګ  او هر ډول غیرې قانوني‌ تشبثاتو مخنیوي په خاطر په ګډه کار وشي.

پدې برخو کې به زمونږ همکاري‌ لا پسې وده او پرمختګ وکړي.

Leave a reply