ترکیې لسګونه افغان کډوال نیولي دي
ترکیې لسګونه افغان کډوال نیولي دي
د انقرې د امنیي قومندانۍ د کډوالو د قاچاق او انسان د تجارت پر خلاف د مبارزې د ریاست منسوبینو د یوې ډلې کډوالو په اړه چې د قاچاقبرانو لخوا اروپا ته د بیولو په موخه نورو ولایتونو ته روان کړي وو راپور ترلاسه کړ.
(2021 / 10 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې په پلازمینه انقره کې ۳۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
د امنیتي مسئولینو په وینا د پلازمینې انقرې د ګول باشي په ولسوالۍ کې ۳۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.
د انقرې د امنیي قومندانۍ د کډوالو د قاچاق او انسان د تجارت پر خلاف د مبارزې د ریاست منسوبینو د یوې ډلې کډوالو په اړه چې د قاچاقبرانو لخوا اروپا ته د بیولو په موخه نورو ولایتونو ته روان کړي وو راپور ترلاسه کړ.
د امنیتي منسوبینو د راپور نه سمدلاسه وروسته په حرکت پيل وکړ د ګول باشي په ولسوالۍ کې د کنټرول او تالاشۍ نقطې جوړې کړې.
اړوند موضوعات:
د بشري حقونو څار سازمان ترکي چارواکي لۀ افغان مهاجرو سره پر بد چلند متهم کړي دي
د کنټرول پر مهال یو میني بس موټر چې ۳۱ تنه ناقانونه افغان کډوال پکې سپاره ول ونیول.
نوموړو کډوالو چې نه پاسپورت او نه هم په ترکیه کې د قانوني اوسیدو اسناد درلودل د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شول.
نیول شوي کډوال د انقرې امنیې قومندانۍ کې د لومړنیو څیړونو نه وروسته د کډوالو چارو ریاست ته وسپارل شول.
همداشان ددې کډوالو قاچاقبر هم د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی. د کډوالو قاچاقبر د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د محکمې لخوا زندان ته واستول شو.