د تورخم له لارې د پاکستان سفارت سره ثبت شوي افغان محصلین پاکستان ته تللي
د پاکستان سفارت وايي چې هغه افغان محصلین چې له دوی سره یې پخوا نوملیکنه کړې ده کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته د تحصیل لپاره ولاړ شي.
د پاکستان د سفارت یوې اعلاميې کې راغلي دي چې هغه ۹۸۶ افغان محصلین چې د ستمبر له ۱۵ تر اکتوبر ۷ پورې يې په کابل کې د پاکستان سفارت سره نوملیکنه کړې وه، اوس کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي.
دوی په خپله ویبپاڼه د هغه محصلینو چې کولای شي د تورخم له لارې پاکستان ته ولاړ شي، لستونه خپاره کړي دي.
افغان محصلینو هم نن ټکی اسیا ته تایید کړې چې د تورخم له لارې د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
عبدالوکیل چې په اسلام اباد کې ماستري کوي او تېره ورځ د تورخم له لارې پاکستان ته تللی دی، نن ټکی اسیا ته وویل چې په تورخم کې لومړی د دوی نومونه په لست کې کتل کیږي او که چېرته يې لست کې نوم وي بیا یې د کرونا تست کیږي چې باید منفي وي.
هغه زیاته کړه که تست منفي وي بیا یې نیږدې قرنطین مرکز ته وړي.
د عبدالوکیل په وینا دوی يې یوه ورځ قرنطین کړي وو او وروسته یې اجازه ورکړه چې خپلو پوهنتونونو ته لاړ شي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې له افغانستان سره ټول ځمکنۍ لارې د محصلینو په شمول د ټولو پلي مسافرو پر مخ تړلي دي.
ډیری محصلینو نن ټکی اسیا ته شکایت کړی و چې د تورخم لارې د بندیدو له کبله یې درسونه قضا شوي دي.