امارت اسلامی په هلمند کښې ولسوالان او امنیه قوماندانان وټاکل

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو خبر ورکړې چې په هلمند ولایت کښې مو د اسلامی امارت په تشکیل کښې ولسولاان او امنیه قوماندانان ټاکل دي او دې مسولینو خپله کار پیل کړې دې.
د باختر خبري آژانس یو راپور مطابق د امارت اسلامی د ولایت هلمند مشرانو په ۱۵ ولسوالیو کښې د امینیت محکمې او د او ددې ولسوالیو ولسوالان مقرر کړي دی، د افغانسان اسلامی امارت ترسیوري لاندې دې دولتۍ اهلکارو او مسولینو خپلې وظیفې پیل کړي دي او طالب مشرانو له طرف نه دوی ته ویلي شوي دي چې خپلې وظیفې او اختیارات د افغان اولس د خدمت لپاره په کار راولي.
د باختر نیوز آژانس رپورټونو مطابق د افغانستان په بیله بیلو ولایتونو کښې طالب امنیه قوماندانانو د جنایی جرمونو کښې ککړ ګنړ شمیر کسان او غلا نیولي دي او اړوندی ادارو ته ی سپارلي دي.
یاده دې وی چې په اول ورځو کښې په هرات او یو څو نور ولایتونو کښې د څه غلا او د اغوا په جرمونو کښې ککړ کسان اووژل شول او ددوی مړي په چوکونو کښې رازوړند کړې شول.
یو څو ورځې وړاندې د امارت اسلامی د طرف نه داسې بیان خپور شو چې په جرمونو کښې ککړ کسانو له دې د عدالتي حکم پرته سزا ور نه کړي شي او ددوی مړي دې په چوکونو کښې را زوړند نه کړۍ شي.
په دې بیان کښې ویل شوي وو چې عدالتونو نه دې د سزاګانو وضاحت وکړي چې عام اولس په دې جرمونو او سزاګانو خبر شي او په ښکاره دې سزا ور نه کړۍ شي.
د افغانستان اسلامي امارت په تشکیل کې د هلمند پنځلسو ولسوالیو لپاره ولسوالان او امنیه قومندانان وټاکل شول. pic.twitter.com/6zMTyihiPD
— BNA Pashto (@bnapashto) October 20, 2021
د باغي پښتو ټي وي ددې راپور سره تړلي نور راپورونه په دې لاندې لنک کښې اوګورې.
اسلامی امارت استخباراتي مسولینو د جعلی افغانیو په تور کښې یو تن نیولې





