روسیه وايي چې د ا.ا.ا اقتصادي کمزورتیا د بې ثباتۍ لامل ده

0
187

روسیه وايي چې د ا.ا.ا اقتصادي کمزورتیا د بې ثباتۍ لامل ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل اقتصادي کمزوري او د امریکا له لوري ددغه هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل دي.

 

(2021 / 10 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیه وایي په افغانستان کې د اوسنۍ بې ثباتۍ اصلي لامل اقتصادي کمزوري ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان په تړاو په جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ تر ټولو ستر لامل اقتصادي کمزوري او د امریکا له لوري ددغه هېواد د شتمنۍ کنګل کېدل دي.

لاوروف دغه راز وویل چې ترهګرې ډلې د افغانستان له همدې اوسني وضعیت استفاده کوي او په دې هېواد کې د رېښو ځغلولو په لټه کې دي.

اړوند موضوعات: 

د ا.ا.ا وایي چې د مسکو غونډه کې لۀ روښانه او واضح دریځ سره ګډون کوو  

د لاوروف په وینا ترهګرې ډلې غواړي د افغانستان له خاورې په استفادې ټولې نړۍ او په تېره سیمې ته ګواښونه جوړ کړي چې له همدې امله له افغانستان سره د مالي مرستو ترسره کول مهم دي.

هغه زیاته کړې چې له افغانستان سره دې بشردوستانه مرستې ډېرې شي، ددې هېواد کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او په اقتصادي برخه کې دې ددغه هېواد لاسنیوی وشي.

Leave a reply