د ا.ا.ا وایي چې د مسکو غونډه کې لۀ روښانه او واضح دریځ سره ګډون کوو
د ا.ا.ا وایي چې د مسکو غونډه کې لۀ روښانه او واضح دریځ سره ګډون کوو
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې اجماع جوړېدل دي.
(2021 / 10 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونو استازي ور بلل شوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي.
اړوند موضوعات:
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ا.ا.ا استازي به د مسکو ناسته کې ګډون وکړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د مسکو د غونډې مهمه موضوع د افغانستان په اړه د یوې سیمهییزې اجماع جوړېدل دي.
روسیه وايي، په نورو موضوعاتو د بحث ترڅنګ به، د طا لبانو پر پلاوي د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو لپاره ټینګار وشي.
یادې غونډې ته امریکا هم بلل شوې وه؛ خو تازه امریکا ویلي چې د مسکو لۀ غونډې پرته د افغانستان اړوند ټولو غونډو کې ګډون کوي.
بل خوا چین بیا ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره هر هېواد کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي.