د جعلي راپورونو لړۍ؛ د والیبال ښځېنه لوبغاړې د کابل تر سقوط لس ورځې وړاندې ځان وژلی

0
63

د لندن څخه خپریدونکې ورځپاڼې انديپنډنټ فارسي په یوه راپور کې ادعا کړې چې د افغانستان د واليبال د ښځېنه لوبډلې یوې لوبغاړې ماه جبین حکیمي طالبانو وژلې (حلاله کړې) ده.

 

انډيپنډنټ فارسي د والیبال د ملي ټیم د یوې روزونکې له خولې د ماه جبین وژنه تایید کړې ده خو نور جزییات يې نه دي ورکړي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې د انډيپنډنټ فارسي دغه خبر پرته له دې چې په اړه یې څېړنه وشي ډير خپور شوی دی.

 

خو نن ټکی اسیا د دغه راپور او د ماه جبین حکیمي د مرګ په تړاو څېړنې وکړې.

 

د نن ټکی اسیا موندنې ښيي چې ماه جبین د طالبانو لخوا د کابل تر نیولو لس ورځې وړاندې ځان وژلی دی. پر ټویټر یوې کارونکې لیکلي چې ماه جبین د خپل نامزاد په کور کې په مرموز ډول ځان وژلی دی.

 

همدا راز اطلاعات روز یو خبریال ذکي دریابي هم پر خپل ټویټر پاڼې د نوي حکومت له خوا د ماه جبین د وژلو راپور رد کړی دی او ویلي يې دي چې نوموړې د کابل تر سقوط لس ورځې وړاندې ځان وژلی دی.

 

نن ټکی اسیا د ماه جبین د فاتحې کارت هم موندلی دی. د ماه جبین د فاتحې د مراسمو تاریخ د زمري ۲۲مه ښودل شوی دی. طالبانو کابل ښار د زمري په ۲۴مه ونیو.

 

د ماه جبین د کورنۍ غړو هم پر ټویټر لیکلي دي چې نوموړې د کابل تر سقوط وړاندې ځان وژلی دی.

 

د چارو شنونکي وايي چې پر ټویټر ډیری فعالان د نوي حکومت خلاف د درواغو راپورونه په بهر کې د مهاجرت د قضیې جوړولو او هلته د قبلېدو په موخه کوي.

 

د ماه جبین د قتل قضیه د نوي حکومت خلاف د جعلي راپورونو یو کوچنی مثال دی.

Leave a reply