په پاک افغان پوله تورخم ټرانسټورټران او تاجران ستونزو سره مخ دي

تورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې افغانستان ته تجارتي مال وړونکي کانټینر ولاړ دي
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم کښې تاجران او افغانستان ته د صادراتو مالونو وړونکي ټرانسپورټرانو شکایت کوي چې دوی په دې پوله د سختو ستونزو سره مخ دي، په پوله د آن لاین کلیرینس په وخت نه کیږي چې له وجهې ی دوی ته سخت مشکل رامخې ته شوې دې.
د تورخم سرچینو مطابق په تورخم کښې د این ایل سي له طرف نه په ایمپورټ ایکسپورټ ټرمینل تعمیري کار پیل شوي دې او ددې وجهې نه په تورخم کښې د صادراتي مالونو نه ډګ ټرکونو د ولاړو لپاره د ځای نشتوالۍ ستونزه رامخې ته شوي دې.
تاجران، افغانستان ته صادراتی مالونو وړونکي تاجران غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې آن لاین کلریرینس چټک کړې شي او د این ایل سي له طرف نه دې په تورخم کښې تعمیر کار زر مکمل کړې شي.
یاده دې وی چې په ۱۳ اکتوبر هم د افغان سوداګرو د اتحادیی مشرانو د پاکستان دوره وکړه او دلته ی د افغان سوداګرو اړوند ستونزې پاکستاني چارواکو مخې ته کيښودې.
افغان سوداګر اوویل چې دوی غواړي پاکستان د د صادراتو مالونو واخلي او افغانستان ته انتقال کړي خو دوی په دې کاروبار کښې د یو شمیر ستونزو سره مخ دي، پاکستان چارواکي باید د افغانانو سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونزې هوارې کړي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ښه شي.






