د اسلامی امارت ویاند مجاهد اولس ته مهم پیغام

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو بیان کښې افغان اولس ته ویلي دي چې دوی د د خپلو غصب شوو زمکو د بیرته راګرځولو لپاره عریضې تیارې کړي چې ددوی قضې وچیړل شو.
ذبیح الله مجاهد ویلی دي چې زمکې بیرته راګرځول کیږي او خلق دې د خپلو زمکو د بیا راګرځولو لپاره عریضې چمتو کړي ، دا په داسې وخت کښې بیان جاري شوې دې چې چې بیله بیلو سیمو کښې دولتي او د خلقو شخصي زمکې نور خلقو یا ګروپونو غصب کړي دي او افغان اولس غواړي چې دغه غصب شوې زمکې واپس راوګرځوی او دوی ته خپلې زمکې ورکړې شي.
د باختر خبري آژانس په یو رپورټ کښې وایی چې د روزګان اوسېدونکی کریم الله اکرام وايي چې د افغانستان اسلامي امارت له په کار دې چې له هغو
کسانو سره حساب وکړي چې د په پخواني حکومت کښې ی دولتي او یا د خلقو شخصي زمکې قبضه کړي دي. مجاهد وایی چې په دې کار روان دې چې د زمکې غصب کولو مخه ونیول شي او د چا هم چې زمکه قبضه شوې ده د هغوی فریاد واوریدۍ شي او دوی له انصاف ورکړۍ شي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد زیاتوي چې خلک کولای شي چې د څارنوالۍ او محکمې د ټولو برخو په فعالېدو سره د خپلو غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه خپلې عریضې چمتو کړي چې قضیې یې وڅېړل شي.https://t.co/ESHGd83IzL
— BNA Pashto (@bnapashto) October 18, 2021





