افغانستان او د چین د بهرنیو چارو وزیران به زر په یوه لویه غونډه کښې ملاقات وکړي

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پانړه لیکلی دي چې بیګا د امارت اسلامی د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي د چین سفیر سره ملاقات وکړو، په دې ملاقات کښې په مهمو موضوعاتو ټینګار شوې دي.
بلخي لیکلي چې په دې ملاقات کښې دا ژمنه وشوه چې ډیر زر به دافغانستان د اسلامی امارت او د چین هیواد د بهرنیو چارو وزیران په یو ګډه غونډه کښې شرکت وکړي او په مهمو موضوعاتو په ټینګار وکړي.
بلخي لیکلي چې د چین سفیر امارت اسلامی ته باور ورکړو چې ډیر زر به یو ځل بیا د افغانستان د د خشکې میوې چلغوزو صادرات د افغانستان نه د چین هیواد ته پیل شي.
یاده دې وی چې افغانستان په نړۍ کښې یو د ډیر ښه معیار واله چلغوزي پیدا کیږي او په نړۍ کښې د افغانستان د چلغوزو او د افغانستان د نورې تازه میوو لکه انګور او انار هم یو ډیره لویه نامه لري.
یاده دي وی چې څو ورځې وړاندې په تورخم کښې هم افغان سوداګرو پاکستاني چارواکو ته دا خبره په ډاګه کړې وه چې په افغانستان کښې د تازه میوې پیداوار ډیر زیات شوې دې او پاکستاني چارواکو له په کار دي چې د افغان تازه میوو نه ډګ ټرکونو ته په تورخم پوله زر د داخلیدو اجازت ورکړي چې تازه میوه خرابه نه شي.
افغان سوداګرو دا غوښتنه هم کړې وه چې وس په شمار یو څو ټرکونو ته اجازت ورکول کیږي او پاکستاني چارواکو له په کار دي چې د تازه میوې دې ټرکونو شمیره زیاته کړي ځکه په افغانستان تورخم کښې روزانه په سلګونو د تازه میوې ټرکونه ولاړ ي.
IEA Foreign Minister Mawlawi Amir Khan Muttaqi met Wang Yu, Ambassador of the People’s Republic of China to Kabul, yesterday evening.
During the meeting, both sides agreed on convening a meeting between IEA & Chinese Foreign Ministers, pic.twitter.com/7ZFRH9cOVc
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) October 18, 2021
د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت اړونده خبرونه
د افغانستان اسلامی امارت د ژوند په ضروي شیانو مالیه ختمه کړه





