د افغانستان اسلامی امارت د ژوند په ضروي شیانو مالیه ختمه کړه

په ۱۴ د ژوند لپاره ضروري شیانو باندی ی ټیکس ختم کړې

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت په دې هیواد کښې د افغان اولس د فایدې لپاره په ضروري د ژوند توکو او نور څیزونو باندې د ټیکس ختمولو امر کړې دې.

د مشرق ټي وي رپورټ مطابق امارت اسلامی په خوراکي توکو چې پکښې وړه، غوړي ، دل، لوبیا ،بور، شنې او تورچاي شامل دې، د ۱۵ اکتوبر نه د مالیه ختمولو اعلان کړې دې. د رپورټ مطابق په ۱۴ خوراکی توکو او نور د ژوند ضروری شیانو باندي ی ټیکس ختم کړې دې.
د رپورټ مطابق د امارت اسلامی مشرانو په افغانستان کښې په سوداګرو غږ کړې دې چې خوراکي توکو او د ژوند نور ضروي څیزونو باندی ټیکس ۴۰ سلنه کم کړې چې افغان اولس ته په دې سخت وخت کښې اسانتیاوې ورکړې شي او ددوی ژوند آسان شي.
امارت اسلامی مشرانو سوداګړو ته ویلي دي چې افغان اولس د ستونزو سره مخ دې او په خوراکي توکو او د ژوند نور ضروري څیزونو په قیمتونو کښې دې کمې وکړي او عوام له دې اسانتیاوی ورکړي.
یاده دې وی چې څو ورځې وړاندې د افغان سوداګرو یو پلاوي د پاکستان دوره کړې وه، رسنیو ته ی ویلي وو چې امارت اسلامی مشران په یو اداره کښې هم رشوت اخستل او ورکول بند کړي دي او که څوک داسې وکړی هغوی سره به قانوني چلند وشي.
افغان سوداګرو دا منلې چې په پخواني افغان حکومت کښې رشوت ډیر زیات اخستل کیدل او وس چې د امارت اسلامی افغانستان حکومت راغلې نو په افغانستان رشوت اخستل بند شوي دي.

افغانستان د پاکستان سره دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکول غواړي: خان جان الکوزۍ