افغانستان د پاکستان سره دوه اړخیزه تجارت ته وده ورکول غواړي: خان جان الکوزۍ

په تورخم کښې د افغان او پاکستان د سوداګرو ګډه غونډه شوې ده

باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان ګډ سوداګریز او صنایعو خونې پلاوي غړو د پاکستان کسټم ډیپارټمنټ او نورو اړوند ادارو مشرانو او نمایندګانو سره د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیز تجارت په اړه یوه غونډه تابیا شوې وه.

د افغانستان د تاجرانو د اتحاديی یو پخواني غړې او د پاک افغان ګډ سوداګریز او صنایعو خونې پلاوي مشرتوب ددې اتحادیی مشر خان جان الکوزي کوله ، نوموړی اول په پیښور او بیا په اسلام آباد کښې د پاکستاني چارواکو سره ولیدل او دوی ته ی د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته راپیښې ستونزو نه خبر کړو.
د غونډې په دوران خان جان الکوزي اوویل چې له بده مرغه نن سبا د افغانستان او پاکستان تجارت ډیر بد متاثر شوې دې، مونږ افغانان غواړو دا تجارت یو ځل بیا وده وکړي ځکه د افغانستان او پاکستان قوم یو کلتور او رواج لري، په داسې حال کښې افغان او پاکستاني سوداګر په تجارت او کاروبا هم ډیر ښه پوهیږي، افغان تاجرانو او پاکستان سوداګرو له باید د دواړه هیوادونو حکومتونه اسانتیاوې ورکړي چې تجارت وده وکړي.
خان جان الکوزي اوویل چې د طالبانو نوي حکومت په افغان تاجرانو غږ کړې دې چې دوی فساد او کرپشن نه کوي، نوموړې وایی چې طالبانو دا دریځ دې چې نه خپله رشوت اخلي او نه به بل څوک رشوت ته پریږدي، هغوی اوویل چې مونږ هم دوی ته باور ورکړې چې مونږ هم غواړو تجارت وده وکړي. افغان سوداګرو پاکستاني افسرانو ته په ډاګه کړه چې په تورخم کښې دوی نه د سکیننګ په مد کښې زیاتې روپۍ اخستل کیږي
د پاک افغان جاینټ چیمبر یو بل پخواني مشر ضیاالحق سرحدي رسنیو سره خبرو کښې اوویل چې د افغان تاجرانو او د پاکستان سوداګرو پلاوي په پیښور او اسلام آباد کښې د تجارت او اقتصاد ادارو مشرانو سره غونډې وکړې او دوی ی د سوداګرو او د پاکستان او افغانستان په تجارت کښې راپیښو ستونزو نه خبر کړل.
نوموړی اوویل چې د پاکستان صادراتو لپاره افغانستان یو ښکلي او ارزان تجارتي مرکز دې، پاکستاني چارواکي باید د افغان او پاکستاني سوداګرو ستونز هوارې کړي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت یو ځل بیا ښه شي، د دوه اړخیز تجارت په ښه کیدو به د دواړه هیوادونو معیشت ښه شي، قومي خزانې به ډکې شي او اولسونو به ښه او د خوشحالي ژوند ولري.