متقي د ترکي یونس سیزر سره مهمه غونډه کړې
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د اسلامی امارت یو لوړ پوړه پلاوي غړو ، چې مشري ی د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوی امیر خان متقي کوي په مشرۍ کښې د
ترکیې د ناورين او بيړني حالاتو مدیریت رئيس ښاغلي يونس سيزرسره کتلي دي.
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د ترکي پلاوي سره په ډیرو مهمو موضوع ګانو خبرې وشوې ، بلخي لیکلی چې د ترکي پلاوی مشر د افغانستان اسلامی امارت پلاوي سره ژمنه وکړه او دا ی اوویل چې مونږ تیار یو چې د مهاجرینو او بیړنیو حالاتو لپاره په روزنه او د بشري مرستو په برخه کښې به د افغانستان سره ډیر کومک وکړو.
مولانا امیر خان متقي د ترکی پلاوي مننه وکړه او ویل ویل چې د افغانستان لري پرتو سیمو ته د ژمي پیل کیدو نه وړاندې بشري مرستې رسول ډیر زیات اړین ، باید هغه سیمو ته مرستې ورسول شي او د اسلامی امات مشرانو او سرتیري په دې مرستو رسول کښې د همکارۍ او امنیت ټینګول لپاره په بشپړه توګه تیار دي.
ترکي چارواکو سره مو ډیر ګټور مذاکرات شوي دی: مولوی امیر خان متقی
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوی امیر خان متقي په مشرۍ کښې په قطر کښې هم د امریکای، قطر او د اورپایی هیوادونو سفیرانو سره ډیرې مهمې غونډې وکړي او په دې کښې ی د افغانستان په موجوده حالاتو نظر واچولو او ددې هیوادونو مشران ی د امارت اسلامی د نوی حکومت د پلانونو او د اولس ته رامخې ته شوي ستونزو نه خبر کړو.
تيره ورځ د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د ترکیې د ناورين او بيړني حالاتو مدیریت رئيس ښاغلي يونس سيزر او مل هیئت سره وکتل. pic.twitter.com/r5JyHHWgBI
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) October 17, 2021