په پکتیکا کښې نظامي او دفاعي ټریننګ پیل شوې دې

0
37

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان د پکتیکا ولایت نه داسې رپورټونه په رسنیو کښې خپاره شوي دي چې په دې ولایت کښې د افغانستان اسلامی ریاست سرتیرو زده کړې او نظامي ټریننګ پیل کړې دې ، په ټریننګ کښې په ګنرشمیر کښې د امارت اسلامی جنګیالي ګډون کوي.

د رپورټ مطابق د امارت اسلامی افغانستان مشرانو په بیان کښې ویلی دي چې په په دې زده کړو او ټریننګ کښې به د امارت اسلامی سرتیري په دوو میاشتو کښې دفاعي او جنګي تکنیکونو زده کړې او دوی به په ښه توګه د افغانستان هیواد او افغان اولس امنیت ټینګ کړې شي او ددوی ژوند به محفوظ شي.
یاده دې وی چې کله د افغانستان اسلامی امارت نوې حکومت اعلان شوي نو د امارت اسلامی مشرانو دا هم ویلي وو چې د افغانستان لپاره به یو چمتو او فعاله ملي اردو جوړه کړو چې د هیواد والو امنیت په ښه توګه وساتي.
څرګنده دې وی چې د افغانستان اسلامی ریاست د ملي فوځ او د امارت اسلامی بیله بیل ګروپونه جوړ کړي دي، په دې ګروپونو کښې بدري ۳۱۳ یونټ ،عمری او داسې نور د سرتیرو ګروپونو شامل دي.
د افغانستان د پایه تخت کابل هوایی ډګر د امنیت ذمه واري د امارت اسلامی مشرانو بدری ۳۱۳ یونټ ته ورکړې ده او د رپورټونه مطابق بدری ۳۱۳ یونټ د هوایی ډګر امنیت په ښه توګه ټینګ کړې دې.

Leave a reply