بنګله دېش کې؛ د مسلمانانو او هندوانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده

بنګله دېش کې؛ د مسلمانانو او هندوانو تر منځ نښته رامنځته شوې ده
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې قران کریم ته سپکاوی شوی دی، دې چارې مسلمانان غوسه کړي او د هندوانو د دې عمل پر ضد اعتراضونو ته راوتلي دي.
(2021 / 10 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په هندوستان کې د مسلمانانو د اعتراضونو نن دویمه ورځ ده. دا اعتراضونه چې مسلمانانو پیل کړي دي وایي، هغه هندوان باید محاکمه شي چې اسلامي مقدساتو ته یې سپکاوی کړی دی.
د امډي ډبیلو د راپور له مخې، نن د همدې اعتراضونو په دویمه ورځ د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ نښتې هم شوې دي چې په پایله کې یې دوه هندوان او څلور مسلمانان وژل شوي دي.
د پلازمینې ډاکې چارواکو ویلي، دوی هغه کسان نیولي دي چې په دې نښتو کې یې لاس لاره.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د هندوانو په مذهبي مراسمو کې قران کریم ته سپکاوی شوی دی، دې چارې مسلمانان غوسه کړي او د هندوانو د دې عمل پر ضد اعتراضونو ته راوتلي دي.




