ترکي چارواکو سره مو ډیر ګټور مذاکرات شوي دی: مولوی امیر خان متقی

0
227

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر پانړه لیکلی دې چې په ترکي کښې ی ددې هیواد لوړپوړه چارواکو سره ډیرې ګټورې خبرې شوي دي.

مجاهد په ټویټ کښې وایی چې د ترکي د بهرنیو چارو وزیر له خوا د امارت اسلامی افغانستان د پلاوي د غړو لپاره ددې میلمستیا هم شوې وه چې په دې کښې د ترکي نور مهم چارواکي هم شریک وو.
په دې مهمه غونډه کښې د افغانستان او ترکي هیواد ترمینځ د اړیکو ښه کول، ټینګولو او نورو ډیراهمو موضوع ګانو باندې ډیر ګټورې خبرې شوي دي. یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت د لوړپوره چارواکو پلاوې، چې مشري ی د امارت اسلامی افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوی امیرخان متقي کوي د قطر هیواد د سفر نه پس د ترکي هیواد د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه انقره ته تللی دي.
په قطر کښې د امریکایی وفد سره هم خبرې کړې وی چې د امارت اسلامی افغانستان چارواکو په ډاګه کړې وه چې امارت اسلامی ټول د نړۍ هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي، په قطر کښې د بهرنیو ملکونو سفیرانو، د اروپا د ټولنې او دامریکایی وفد سره په ګډه لیدنه کښې د امارت اسلامی دې نمایندګانو ته په ډاګه کړې وه چې د افغانستان اقتصادي او مالي ستونزې ختمولو لپاره نړۍ له په کار دي چې په دی هیواد اقتصادي بندیزونه لرې کړي او په افغانستان کښې بانکونو ته اجازت ورکړي چې دوي په مکمل توګه خپلې چارې پیل کړي.

د امارت اسلامی مشرانو په دې هم خبره کړې وه چې په افغانستان کښې په روانو پرمختیایی پروژو کار د بیا پیل کولو لپاره پانګه په کار ده چې دا له اقتصادي بندیزونه ختمولو نه بغیر ممکنه نه ده، د امارت مشرانو په دې هم ټینګار کړې وو چې د سرکاری اهلکارو له معاشونو ورکولو لپاره هم دوی ستونزې لری او باید مالي او اقتصادي بندیزونو لرې شي او د افغانستان کنګل شوې روپۍ افغانستان ته ورکړل شي.

Leave a reply