برایټو پینټ پاکستان له طرف نه افغان اولس لپاره د ۵۰ لکو روپو مرستې

باغي ټي ټي وي رپورټ
ملګري ملتونو او نورو نړيوالو او قومي د بشري مرستو ادارو اندیښنه څرګنده کړي چې د ژمې پیل کیدو نه وړاندې دې افغان اولس سره بشري مرستې وشی ځکه چې په دې هیواد کښې د فقر درجه ډیره لوړه شوې ده.
هم ددې انساني بحران نه د بچ کیدو لپاره د پاکستان اولس او عوام د افغان ځپلي اولس لپاره د بشري مرستو لړۍ پیل شوي ده او تر نن پورې په زرګونو ټن خوراکي توکي او د ژوند نورضروري سامان د تورخم له او د هوایی لار په ذریعه افغان اولس ته لیږل شوې دې.
هم ددې بشري مرستو په لړۍ کښې د برایټو پینټ پاکستان (پرایویټ لیمټډ) له اړخه د افغان اولس لپاره د ۵۰ پنځوسو لکو روپو امدادي سامان نه ډک ټرکونه افغانستان ته ولیږل شول.
په تورخم پوله رسنیو سره خبرو کښې د برایټو پینټ پاکستان (پرایویټ لیمټډ) نماینده او مشر حاجي اعجاز احمد اوویل چې په دې سخت وخت کښې افغان اولس سره ملګري یو او زمونږ اداره به د افغان اولس هر ممکن مدد وکړي.
نوموړی اوویل چې په داسې سخت وخت کښې د نړۍ هیوادونو او نور مرستندویه ادارو ته هم اپیل دې چې مخې ته راشي او د مسلمان ګاونډي هیواد افغان اولس سره بشري مرستې وکړي چې په دې هیواد کښې د انساني بحران مخه ونیول شي.






