امریکا ویلي چې له افغانستانه د پوځ په مشرۍ د کسانو ایستلو هیڅ پلان نه لرو

امریکا ویلي چې له افغانستانه د پوځ په مشرۍ د کسانو ایستلو هیڅ پلان نه لرو
تر دې مخکې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې نا څرګندې سرچینې له قوله ویلي و چې امریکا به د کال تر پای ته رسېدو مخکې د کسانو د ایستلو الوتنې پیل کړي.
(2021 / 10 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نور له افغانستانه د پوځ په مشرۍ د کسانو د ایستلو هیڅ پلان نه لري خو په دې کار کوي چې اوسنۍ چارتر الوتنې زیاتې شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټید پرایس ویلي، دا نظر چې دوی د اګست تر ۳۱ د تیر په څېر د کسانو د ایستلو الوتنې بیا پیلوي، ناسم دی.
تر دې مخکې وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې نا څرګندې سرچینې له قوله ویلي و چې امریکا به د کال تر پای ته رسېدو مخکې د کسانو د ایستلو الوتنې پیل کړي.
له بلې خوا فاکس نیوز ویلي چې د امریکا حکومت په دې غور کوي هغه کسان د بندیزونو له لیسته وباسي چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې یې د طا لبانو په حکومت کې کار کړی دی.






