د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

0
174

 د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر د ترکيې د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي

ترکیې ته له تګ دمخه متقي په دوحه کې د غربي هېوادونو د دپلوماتانو سره د خپلو موضوعاتو په سر خبرې کړې دي او د امریکا څخه یې غوښتي چې د افغانستان دارایي بېرته ازاده کړي.

 

(2021 / 10 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي دي.

ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو موضوع د یوې مهمې موضوع په توګه وړاندې کړې او طالب پلاوي د دوی په رسمیت پېژندل د یوې مهمې غوښتې په توګه مطرحه کړې ده.

په دې کتنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ له ترکیې افغانستان ته د ترکیې هوايي شرکتونو د الوتنو پر پیلولو هم خبرې شوې دي.

له غونډې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو خبریالانو ته ویلي، طالبانو ورسره ژمنه کړې چې په ترکیه کې د مېشتو افغان مهاجرو سره د مرستې لپاره چې غواړي هېواد ته ستانه شي پوره هڅه وکړي.

ترکیې ته له تګ دمخه متقي په دوحه کې د غربي هېوادونو د دپلوماتانو سره د خپلو موضوعاتو په سر خبرې کړې دي او د امریکا څخه یې غوښتي چې د افغانستان دارایي بېرته ازاده کړي.

Leave a reply