ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د ژمي له رارسېدو د مخه دې افغانانو سره بشري مرستې وشي

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د ژمي له رارسېدو د مخه دې افغانانو سره بشري مرستې وشي
د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته رغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي. بلوچ وايي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ ملګري ملتونه هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
(2021 / 10 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد به وپاشل شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي.
د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته رغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي. بلوچ وايي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ ملګري ملتونه هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان په داخل کې بې ځایه شوي چې د دوی له منځه یوازې ۷ لکه په روان ۲۰۲۱ میلادي کې بې ځایه شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په وروستیو څو ورځو کې زرګونو کورنیو ته خوراکي مواد، کمپلې او ځینې نور اړتیا وړ شیان ورکړي دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبر ورکړی ؤ چې که افغانستان ته بشري مرستې ژر او پر وخت ونۀ رسېږي هلته به بشري ناورین رامنځته شي.





