د کاپیسا ولایت کې د ټرافیکې پېښې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي

د کاپیسا ولایت کې د ټرافیکې پېښې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي

د کاپیسا ولایت کې د یوۀ موټر د چپه کېدو لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دغه کسان د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ ته پۀ چکر تللي ؤ چې د بېرته راتګ پر مهال ئې موټر چپه شوی او پکې ناست پنځه کسه ځای پر ځای وژل شوي دي.

 

( 2021  / 10  / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

 

د کاپیسا ولایت کې د یوۀ موټر د چپه کېدو لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دغه کسان د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ ته پۀ چکر تللي ؤ چې د بېرته راتګ پر مهال ئې موټر چپه شوی او پکې ناست پنځه کسه ځای پر ځای وژل شوي دي.

د عیني شاهدانو پۀ وینا چې یاده پېښه د ډرایور د بې احتیاطۍ لۀ امله رامنځته شوې ده.

د کاپیسا ولایت مسؤلینو تر اوسه پۀ دې اړه څۀ ندي ویلي؛ خو د ولایتي روغتون مسؤلینو ویلي چې د پېښې لۀ ځایه دوی ته پنځه جسده وروړل شوي دي.

پېښه د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو لۀ امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د کابل کاپیسا لویه لار کې د ډریورانو د بې احتیاطۍ لۀ امله وخت نا وخت ورته پېښې رامنځته کېږي.