د پِستې په خوراک کې مبالغه جدي منفي اغیز لري

0
112

د پستې خوړل ډیرې ګټې لري ځکه چې دا د وزن له لاسه ورکولو کې مرسته کوي، همدارنګه د زړه او کولمو د روغتیا ملاتړ هم کوي، مګر ددې ډول مغز لرونکو په خوړو کې مبالغه کول ځینې روغتیایي ستونزې هم رامنځته کوي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

 

د وزن زیاتوالی

 

پسته یو له هغو وچو میوو څخه ده چې خوارک یې اسانه دی، او دا انسان ډیره اندازه خوړو ته اړ کوي چې د وزن زیاتوالي لامل کیږي. همدا راز پسته پراخه کچه کالوري لري چې د وزن زیاتوالي لامل کېدلی شي، یوه کوچنۍ اندازه پیاله پسته ۷۰۰ کالوري لري.

 

ډیر فایبر

 

په داسې حال کې چې د کولمو ښه حرکت لپاره په پسته کې شته فایبر ګټور دي، خو په فایبر ترلاسه کولو کې مبالغه کول هغومره ګټور نه دي لکه څومره چې طبي څيړنې تاییدوي. د فایبر ډیره اندازه د IBS، د معدې زخمونو او د میلابزورشن لامل کیږي، ډاکټران په یو ځل د لوی مقدار پستې نه خوړلو سپارښتنه کوي.

 

د سالمونیلا ناروغي

 

څیړنې پر پسته د سالمونیلا باکتریاو شتون احتمال ښيي، کوم چې د دوی کمزوري معافیت سیستم له امله پر زړو کسانو او ماشومانو قوي اغیز کوي. د سالمونیلا ناروغي د اسهال سربېره، د بدن تودوخې او د هاضمې سیستم د ستونزو لامل کیږي.

 

د وینې فشار لوړوي

 

پخه شوې پسته په نړۍ کې یو له زیاتو کاریدونکو خوړو څخه ده، په دې معنا چې د مالګې او سودیم لوی مقدار لري، کوم چې د لوړ فشار سربېره د زړه ناروغۍ لامل کیږي. د طبي څیړنو په وینا په ۲۸ ګرامه پسته کې ۱۲۱ ملي ګرامه سودیم شتون لري.

 

ددې سربېره د پستې لوړه کچه کارول ممکن په پښتورګو کې د تیږې رامنځته کولو لامل هم شي، ځکه چې دا ممکن بدن کې د پوټاشیم انډول ګډوډ کړي.

Leave a reply