نن په کابل کښې حکمتیار د جمعې نمونځ امامتي کړې
باغي ټي وي رپورټ
نن د جمعې په ورځ د افغانستان په کابل کښې د روس په ضد جهاد کوونکې مشهور جهادي کمانډر ،د حزب اسلام افغانستان مشر او پخوانې د افغانستان وزیراعظم ګلبدین حکمتیار نه په پایه تخت کابل کښې د جمعې ورځې د نمونځ امامت کړې او خطبه ی هم ورکړې ده.
په ټولنیزو رسنیو داسې تصویرونه خپاره شوي دي چې ګلبدین حکمتیار د کابل په ایمان جماعت کښې د جمعې ورځې خطبه هم اوویله او په جماعت سره د مونځ امامت ی هم وکړو.
یاده دې وي چې نن د جمعې په ورځ د کندوز ولایت په خان آباد مسجد کښې یو ځانمرګي برید ترسره شوې دې ، په رسنیو کښې داسې رپورټونه شایع شوي دي چې په دې چاودنه کښې شل کسان شهیدان شوي دي، نورې رسنې رپورټونه ورکوي چې په دې برید کښې ۱۰۰ یا ۸۰ کسان وژل شوي دي ځکه په دې مسجد کښې دننه ۳۰۰ کسان په نمانځه ولاړ وو.
حزب اسلامی کے سربراہ اور سابق وزیراعظم گلبدین حکمتیار نے ایمان مسجد کابل میں خطبہ جمعہ دیا اور نماز پڑھائی۔ pic.twitter.com/00zFhiOSkm
— افغان اردو (@AfghanUrdu) October 8, 2021