د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره پاکستان ته ځي

0
177

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره پاکستان ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وینډي شرمن سبا اسلام آباد ته ځي.

وروسته تر هغه چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې سره خړې پړې شوې؛ آغلې شرمن لومړۍ لوړ پوړې چارواکې ده چې پاکستان ته سفر کوي.

 

 

(2021 / 10  / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وینډي شرمن سبا اسلام آباد ته ځي.

وروسته تر هغه چې په دې وروستیو کې د امریکا او پاکستان اړیکې سره خړې پړې شوې؛ آغلې شرمن لومړۍ لوړ پوړې چارواکې ده چې پاکستان ته سفر کوي.

د پاکستان لوړ پوړي چارواکي د شرمن یاد سفر ته خوشبین دي او تمه لري چې د وینډې شرمن دا سفر به د پاکستان لپاره ګټور وي.

د امریکا لوړ پوړي چارواکي بیا د شرمن د سفر موخه پاکستان ته د طالبانو په رسمیت پېژندل او افغانستان کې د وروستي سیاسي وضعت د تحول په اړه څېړنه کول یادوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل ځینې امریکايي لوړ پوړي چارواکي د امریکا ماته ګڼي او د دې ماتې لامل پاکستان ګڼي.

همدارنګه د امریکا د سنا مجلس ۲۲ تنه وکیلانو بیا له پاکستان سره د اړیکو د پرېکولو او پر پاکستان د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

خو پاکستان بیا ویلي چې امریکا دې افغانستان کې د خپلې ماتې پړه پر پاکستان نه غورځوي.

 

Leave a reply