ترکمنستان او ازبکستان: د افغانستان په اړه مو دریځ یو دی، دایمي ثبات غواړو

ترکمنستان او ازبکستان: د افغانستان په اړه مو دریځ یو دی، دایمي ثبات غواړو
د ازبکستان د ولسمشر په خبره د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په تېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهم دی او په دغه هېواد کې ثبات د ټولې سیمې لپاره د پرمختګ زمینه برابرولی شي.
(2021 / 10 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
ترکمنستان او ازبکستان وایي دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له خپل ازبکستاني سیال شوکت میر ضیایف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې دوی د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي.
د ازبکستان د ولسمشر په خبره د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په تېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره مهم دی او په دغه هېواد کې ثبات د ټولې سیمې لپاره د پرمختګ زمینه برابرولی شي.
دده په خبره ترکمنستان او ازبکستان د افغانستان په اړه یو دريځ لري او په دغه هېواد کې د دایمي سولې او ثبات غوښتونکي دي.
سرچینه وایي چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دي او د دایمي سولې د راتګ لپاره به هڅه کوي.


