د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د پنجاب پارليماني ګوندونو په ګډه غونډه کې تر ۱۵۰ کمو غړو برخه اخيستې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د پنجاب پارليماني ګوندونو په ګډه غونډه کې تر ۱۵۰ کمو غړو برخه اخيستې وه.
دسرچينو له مخې مسلم ليګ (ن) اؤ پيپلز پارټۍ په پارليماني غونډه کې خپل قوت ښودلو کې پاتې راغلى اؤ په غونډه کې د١٥٠ؤ څخه کم غړو برخه اخستې وه.
د اسمبلۍ سرچينې وائي چې په غونډه کې د مسلم ليګ نون د 145 نه زيات غړي او د پيپلز پارټۍ يواځې 2 غړي حسن مرتضيٰ او علي حيدر گيلاني په دغه غونډه کې برخه اخستې وه او د پيپلز پارټۍ 5 غړي د غونډې نه غير حاضر وو.
سرچینه زیاتوي، چې دواړو ګوندونو له غړو په کلکه وغوښتل، چې د پارلماني ګوندونو په غونډه کې ګډون وکړي.
په پنجاب اسمبلۍ کې د مسلم لیګ (ن) د غړو شمېر ۱۶۷، د پیپلز ګوند د غړو شمېر ۷ دی، په داسې حال کې چې اپوزیسیون اتحاد په پنجاب کې د ۴ خپلواکو غړو د ملاتړ ادعا کوي.