سګرټ څښلو له امله د خطرناکو ناروغیو څخه د ژغورنې او د هیواد د اقتصاد د ودې لپاره حکومت باید پر سګرټو او تماکو لوړه مالیه ولګوي

0
121

نصیب شاه شینواري
په بازارونو او کلیو کې تنکي ماشومان باید د سګرټو یا نسوارو راوړلو لپاره هټۍ ته ونه لیږل شي ځکه چې د سګرټو په راوړلو سره دا ماشومان پخپله هم په سګرټو او نورو خطرناکو نشه یي توکو روږدي شي، دا هم یوه عامه خبره ده، چې ویل کیږي همدا ماشومان بیا سګرټ او نسوار په خپله هم کاروي.

دا ګټورې خبرې د خېبر ضلعې د تحصیل لنډي کوتل یو سماجي او فلاحي کارکونکي اختر علي شینواري دي. هغه وایی چې اوس مهال د سګرټو او نورو نشه يي توکو استعمال عام شوى او دا د ټولنې د هر فرد مسووليت دى چې د خپلو ماشومانو او د امکان تر حده خپل نږدې ملګري، خپلوان د سګريټو او نورو نشه يي توکو او د سګرټ څښلو له عذاب څخه وژغوري.

هغه دا هم وويل، چې په معاشره کښې ډیر غریب مزدوران او کم معاش لرونکو طبقو زرګونه کسان د سګرټ څکولو په لعنت اخته دي چې د هغوى د خراب مالي حالت له امله د هغوى د ماشومانو پر پالنه هم زیاته بده اغېز کوي.
د پاکستان د ۱۹۷۳ کال د اساسي قانون له مخې، د هر وګړی قانوني حق دی چې د روغتیا اساسي اسانتیاوې برابرې کړي او دا د حکومت او دولت دنده ده چې د پاکستان هر وګړي ته په دولتي روغتونونو کې د وړیا درملنې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پاکستان حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د روغتیا د لیوی بل منظور کړی و، خو دا بل په عملی توګه پلی نه شو. د دې بل له مخې به پر تمباکو مخکې مالیه ولګول شي چې د هېواد اقتصاد ته به ګټه ورسوي او د سګرټ څکول به کم کړي.
که چیرې د پاکستان حکومت په ریښتیا هم په سګریټو او تماکو دغه مالیه ولګوي نو دا به زمونږ اقتصاد ته ډیره ګټه ورسوي او دغه ډول خلکو ته به یو ډول مالي ګټه هم ورسوي، په ځانګړي توګه غریب خلک به ددې لعنت څخه خلاص شی او دوی به د نارغیو څخه هم وژغورل شی، په کلیو کښې داسې خلک وي چې مالي حالت ی ډیر خراب وی او ددې ناروغیو له امله په خپل صحت باندې ترې زیاتې روپۍ مصرف کیږي.
اختر علي شينوارى وايي، چې حکومت بايد پر تمباکو او سګرټو زياتې ماليې ولګوي، د ده په خبره، په دې سره به د هېواد اقتصاد او د عامو خلکو مالي حالت ښه شي، لږ تر لږه بې وزله خلک به د سګرټو له څکولو خلاص شي او دغه پيسې به پر دغو خلکو لګېږي.
هغه زیاته کړه چې په دې پیسو سره دوی کولی شي د ماشومانو لپاره ګټور شیان واخلي.

ډاکټر شمس الاسلام وايي، سګرټ څکول يو خطرناک عادت دی او د انسان پر روغتيا ډېر بد اغېز لري، هغه وويل، سګريټ نيکوټين لري او د انسان پر دماغ بده اغېزه کوي، هغه وويل چې د سګريټو پرله پسې استعمال يې ذهن اغېزمن کوي. بیا په ذهن کې نور ډول ډول بد فکرونه را منځته کیږي او انسان د نورو نشه یي توکو استعمال هم پیلوي.

هغه وويل، د سګرټ کارولو او څښلو ناوړه اغېزې دا دي چې دا ناوړه عمل انسان ځان وژنې ته اړوي او همدا سګرټ څښل د ډېرو خلکو د ځان وژنې لامل هم کېږي.
ډاکټر شمس الاسلام وويل چې د حکومت د سګرټ څښلو د کنټرول ادارې د راپور له مخې په پاکستان کې هره ورځ ۱۲۰۰ دولس سوه کسان سګريټ څښل پیل کوي هغه وويل چې دا ډېره خطرناکه خبره ده، چې په زيات شمېر خلک په سګرټو روږدي کېږي.

فایل فوټو: ډاکټر شمس الاسلام


سګرټ د خطرناکو ناروغیو لامل دی؟
کله چې له ډاکټر څخه وپوښتل شول چې د سګرټ څکولو له امله کومې ناروغۍ رامنځ ته کیدی شي، هغه وویل چې د سګرټ څکولو له امله کومې خطرناکې ناروغۍ رامنځته کیدی شي. هغه وويل، د خولې سرطان، د ستوني سرطان، د معدې سرطان، د سږو سرطان، د کولمو سرطان، د معدې سرطان، د مثانې سرطان، جنسي کمزورتيا، د زړه ناروغي هغه وژونکې ناروغۍ دي، چې د سګرټ څښلو له امله انسانانو ته لګیږي.
ډاکټر دا هم وویل چې د انګلستان په څیر نورو اروپایی هیوادونو کې هیڅوک نشي کولی په عامه ځایونو کې سګرټ وکاروي او د سګرټ څښلو ځایونه ټاکل شوي چیرې چې خلک سګرټ څښلې شي.
هغه وویل او غوښتنه یې وکړه چې د پاکستان حکومت باید په سګرټو او تمباکو لوړه مالیه لګوي ترڅو عام خلک ونشي کولی سګرټ واخلي او په دې توګه نور خلک له ناروغیو خوندي شي. هغه وويل چې د سګرټو څکولو له امله کومې خطرناکې ناروغۍ رامنځته کيږي چې له امله يې حکومت د خلکو په روغتيا باندې په ميليونونو روپۍ لګوي،زیاته ی کړې چې دغه شان به لږ خلق ناروغه کیږي او حکومت به ددوي په ناروغۍ هم کمې پیسې خرڅ کړي.
يوې پوښتنې په ځواب کې ډاکټر وويل چې سګرټ څکول يوازې د خپل ټينګ عزم له امله پريښودلی شي او له دې لعنت څخه ځان خلاصولی شي.

د لنډی کوتل یو خبريال فرهاد شينوارى وايي، چې په امريکا کې په عامه ځايونو کې سګرټ څښل منع دي، هغه وويل، که څوک په داسې ځاى کې سګرټ وڅښي چې منع وی نو بیا ی دولت ٢٥٠ ډالره جريمه کوي.

هغه وویل چې په امریکا کې د سګرټ څښلو لپاره ځانګړي ځایونه شته چې دوی کولای شي سګریټ په هغه ځایونو کښې وڅښي.
د یو مسلمان په توګه دا زموږ مسؤلیت دی چې د سګرټ څښلو په ختمولو کې خپله ونډه ترسره کړو او په ټولنه کې د دې لعنت په وړاندې ودریږو ځکه چې قرآن او د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر ډول نشه یي توکي حرام ګرځولي دي.
بعضې خلک وایی چې سګرټ نشه نه ده نو د دوی د معلوماتو لپاره دا خبره مهمه ده چې په مصر کې یو مشهور دیني عالم په ۲۰۰۰ میلادي کال کې یوه فتوی صادره کړه او ویې ویل چې د انسان پر روغتیا د ناوړه اغیزو له امله د اسلام په مبارک دین کې سګرټ څښل حرام دي.

د بېلا بېلو مکتبونو خلک او د سګرټ څښلو په ضد سازمانونو مشران له ډېرې مودې راهیسې دا غوښتنه کوي چې د سګرټ څښلو د مخنیوي لپاره دې د صحت مالیه ولګول شي ترڅو چې سګریټ نور هم ګران شي او د عامو خلکو له لاسرسۍ لرې پاتې شي.
کرومیټک ټرسټ د سګرټ څښلو ضد نادولتي موسسې په دې وروستیو کې په مری کې یو کانفرنس جوړ کړ، په دې کانفرنس چې د میډیا سیکرټر سره تړاو لرونکو او د روغتیا کارپوهانو برخه اخیستې وه.

غونډې ته د وينا پر مهال د يادې موسسې اجرايوي مشر شارق محمود وويل، چې په پاکستان کې د سګريټو څښل په خطرناکه توګه مخ په زياتېدو دي، دوى وويل، چې حکومت بايد د روغتيايي وضعې په اړه لايحه عملي کړي. ده ووئيل په سګرټو د ټېكس لګولو سره به د هېواد خزانې ته 60 اربه روپۍ ګټه ورسېږي۔

د پاکستان د حکومت د عوایدو څانګې په رسمي ویب پاڼه کې د خپاره شوي راپور له مخې، FBR (د عوایدو فدرالي بورډ) د جنورۍ په 21 د مطبوعاتو په یوه برخه کې په تمباکو باندې د روغتیا محصول پلي کولو په اړه د خپاره شوي خبر وضاحت کړی دې.
د قانوني او آئيني کارپوهانو په دې نظر ده چې صحت د صوبې موضوع ده او وفاقي حکومت د تمباکو په استعمال باندې د صحت ټکس نه شي لګولی. د پایلې په توګه، پریکړه وشوه چې د سګرټ څکولو د مخنیوي لپاره د سګرټ فدرالي محصول محصول زیات کړي. پارلمان د مالیې قانون 2019 له لارې په سګرټو باندې د درې اړخیز مالیاتو جوړښت لغوه کړ او د FED کې یې د پام وړ زیاتوالی هم وکړ.
د 2019-20 بجټ تقریر کې، د هغه وخت د عوایدو وزیر واضحه کړه چې د تمباکو سکتور څخه د فدرالي محصول او محصول وفاق برخه به د ملي روغتیا خدماتو مقرراتو او همغږۍ وزارت ته په ترجیحي توګه ورکړل شي چې په پایله کې به د روغتیا محصول ستونزه هواره شي.

د صوبې د روغتیا پخواني وزیر عنایت الله په ډان ورځپاڼه کې په یوه خپره شوې مقاله کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د اعلامیې (۱۹۴۸) له مخې روغتیا د خلکو اساسي حق دی. د WHO اساسي قانون هم “د هر انسان د بنسټیز حق په توګه د روغتیا ترټولو لوړ ترلاسه کیدونکی معیار” تصور کوي.هغه زیاته کړه چې پاکستان د پایداره پرمختیا هدف 3 لاندې د یونیورسل روغتیا کوریج (UHC) ته هم ژمن دی.
…………………..

Leave a reply