په پاکستان کې د پیسو نړیوال صندوق استازي ایسټر پیریز ویلي دي چې پاکستان باید د ډالر د تبادلې د نرخ پر پالیسۍ له سره کتنه وکړي

0
106

باغي ټي وي رپورټ
په پاکستان کې د پیسو نړیوال صندوق استازي ایسټر پیریز ویلي دي چې پاکستان باید د ډالر د تبادلې د نرخ پر پالیسۍ له سره کتنه وکړي.

جیو نیوز سره خبرو کې اسټر پیریز وویل چې د پاکستان سره د بیاکتنې لپاره خبرې اترې مثبتې روانې دي چې په ترڅ کې یې د پاکستان د اقتصادي آؤټ لکټ بیا کتنې خبرې وشوې په داسې حال کې چې د سیلابونو وروستو د پاکستان د اقتصادي آؤټ لکټ بیا کتنه کیږي.
ده ووئيل پاكستان ته به د بېلا بېلو اقتصادي معلوماتو نوې تعريف كولې شي، د مالي ډسپلن او د خسارې كنټرول لپاره د هدفونو بيا ارزونه كولې شي، پاكستان به د ډالر د تبادلې د نرخ پالېسۍ ته بيا كتنه وكړي۔

اسټر پیریز وویل پاکستان ته د اووم او اتمې جائزې لپاره مختلف هدفونه پوره کول پکار دي او د انرجۍ اصلاحاتو په اړه د اوومې او اتمې جائزې لاندې ټاکل شوي هدفونه عملي کول دي.

د پیسو نړیوال صندوق استازي زیاته کړه چې دوی له پاکستان سره خبرو ته دوام ورکول غواړي، دوی د سېلاب ځپلو له بشري اړتیاوو خبر دي، له پاکستان سره د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره پر پالیسیو، د کورنیو او بهرنیو مرستو په اړه خبرې شوي دي. پاکستان، نو باید مالي مرستې په پام کې ونیول شي.

Leave a reply