تر دولتي پالیسي ور آخوا؛ د ملت په توګه له ګاونډیانو سره زمونږ د اړیکو معیار  

0
57

تر دولتي پالیسي ور آخوا؛ د ملت په توګه له ګاونډیانو سره زمونږ د اړیکو معیار

 

لیکنه: خالق یار احمدزی

هر هیواد /جغرافیه له دوه ډوله تشکیلاتو څخه ترسیم شوی، چې یو یې لوی ملت او تیت پرک ولسونه او بل یې هم یو واحد همغږی نظام/دولتي چوکاټ دی، چې د همدې ملت له متنه را پنځیدلی منسجم ملکي او نظامي ځواک تشکیلوي؛ چې په له خپلو عقیدوي او کلتوري جوړښتونو سره سم بهرنۍ او داخلي اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتیژي/پالیسي جوړوي.

داچې بیا د هر هیواد لپاره سیمه ییزې او فرا منطقوي اړیکې د خپلو ګټو په اساس جوړیږي او ملتونه هم د پارلماني یا نورو جوړښتونو له لارې په کې یو ډول پوښتل کیږي، نو له همدې کبله هر ملت مجبور و مکلف دی چې د خپل دولت او نظام د غوره شویو پالیسیو په مقتضاء باندې قدم کیږدي او په سرغړونو مجرم بلل کیږي.

خو تر دې ور آخوا، ځینې داسې جوړښتونه او تړلي تارونه وي، چې ملتونه په کې د دولتي جوړښت تر سایې ورآخوا هم خپلې ګرمې اړیکې پرې پالي او ټینګوي یې؛ لکه کورني تړونونه«ودونه/خیښي» ګډ رواجونه او قومي تړاوونه…..!

افغانستان له ټولو پر پوله میشتو هیوادونو سره همدغسې یو تړلی هیواد دی؛ له جنوبي، لویدیځ او شمالي برخو کې له ټولو پرتو ګاونډیانو سره یو نه یو ډول قومي، ژبنی او یا هم سمتي تړاو لري، له مخې یې ملتونه هم خپلې اړیکې په طبعي توګه پالي.

دلته د ځینو ګاونډیو پر وړاندې د ملت په توګه د مبالغې ترکچې د افغانانو ګرمو او سړو اړیکو ته کتنه کوو، چې ګټې او زیانونه یې څه دي.

مونږ په جنوب او ختیځ کې له یوه داسې هیواد سره پر پوله پراته یو، چې هم یې زمونږ جغرافیه باندې غاصبانه وزرې خپرې کړې او هم په نورو صوبو کې له ورته جنجالونو سره مخ دی.
دوی که مونږ د خپلې مدعا مطابق حق راکوي، نو باید آزاد بلوچستان خپلواکي او د کشمیر او سیند آزادۍ او پریښودو ته هم تن ورکړي، چې دا به یې د تل لپاره د ویش او لمنځه تګ لامل شي.

بلخوا، که واقعیتونو را وسپړو، نو مونږ که د خپلې پخوانۍ مغصوبه خاورې غوښتنه کوو او د پښتانه قوم د اتحاد غم اخیستي یو، نو آیا هغه د لر پښتون به دې ته حاضر شي، چې تر شعاریزې کریغې ور آخوا له بر پښتون سره پر یوه کاسه ډوډۍ وخوري او د هغه هیواد چې مونږ یې غاصب او نیواکګر بولو، د هغه د تابعیت تذکره دې لرې وغورځوي؟

ځواب به یې هیڅکله «نه» وي؛ ځکه مونږ ته څرګنده ده، چې د آزاد پښتونستان شعاریز نغاره وهونکي د کابل په کنډواله کیدو خوښ دي، خو اسلام آباد په پښو کې اغزي نه غواړي.

داځکه چې د لر پښتون اوس فکراً نه غواړي له خپلو برو پښتنو سره د خیښۍ پخوانی تار مضبوط وساتي.

نو کله چې مونږ د خپلې خاورې پوښتنه کوو، باید خپله جلا شوې کتله مو هم په فکري توګه د ځان وي؛ خو چې داسې نه ده، نو «زه یې چا لره وهم، قدر یې چا زده په اور وسوځه دا بوټي قلمونه….!»

دغه راز دلته تر پرونه پورې د تجزیوي ګواښونو د سیوري له مخې، له لویدیځو او شمالي ګاونډیو سره هم ځینو د خاورې د پلور او یوځای کیدو هڅې کولې او ځانونه یې هغوی ته ددې لپاره نږدې کول، چې ګواکې دوی نه غواړي له پښتون ولس سره په یوه نغري کې اوربل کاندي.

له دوی څخه پوښتنه داده، چې آیا هغه تاجک، ترکمن، ازبک او ایرانی وګړی، دې ته تیار دی، چې تاسو په خپل هیواد کې افتخارانه ومني او هغه حقوق په مساوي توګه درکړي، چې خپلو اتباعو ته یې ورکړي؟

ځواب به یې منفي وي؛ ځکه هغوی ترې یواځې د ټیشو پیپر کار اخلي، هغوی یې پرون د سوریې د جګړې کرایي جنګیالي کړل او نن یې د روسیې د لانورې آزادۍ په موخه د اوکراین د نړولو لپاره یې کلنګونه او بیلچې لاس کې ورکړې.

ځینې هیوادونه یې بیا د «افغان» او افغانستاني په نومونو د خپل هیواد د خرابونې لپاره کاروي او ځینې یې بیا په مټ د هیواد د ارزي ذخایرو د لوټ پلانونه مخته وړي.

دغه شرپسنده افغان نما څیرې له هزارستان، تاجکستان او… نومونو څخه په استفادې سره غواړي یواځې د بهرنیو د ګټو لپاره د هیواد ټوټه کیدو ناکامې هڅې وکړي.

زه وایم…! سمه ده، په تیرو انقلابونو کې مونږ له هر چا سره ډغرې وهلې او د راج پګړۍ مو له ډیلي تر اصفهان پورې رسیده، خو اوس چې په کومه جغرافیه کې راټول شوي یو، د تل لپاره یې باید په ګډه د آبادۍ، ترقۍ، سمونې او رغونې هڅې وکړو.

هو! په تیرو څو انقلابونو کې مو د ګاونډیو همدا احسان بس دی، چې د نږدې ۶میلیونه کډوالو کوربتوب یې وکړ؛ که د اړوند هیوادونو ګټې په کې خوندي وي، یا نه؛ خو په سختو وختونو کې یې هغوی ته د آرام ساه اخیستو چانس ورکړ، باید دا احسان یې هیر نه شي.

مونږ باید څه وکړو….!؟

افغانستان څلور لاری دی، د منځنۍ آسیا د هیوادونو لارې پرې سپرې دي، سیمه ییزو او فرا منطقوي هیوادونو ته د تجارت او سوداګریزو توکو د انتقالاتو لپاره نږدې لارې او مسیرونه لري؛ له خپل دغه ستراتیژیک موقعیت څخه باید داسې ګټه واخلو، لکه پرون چې عربي متحده اماراتو له خپلو سپیرو دښتو بیابانونو واخیسته.

اوسنیو شرایطو کې له جنوبي، لویدیځ او شمالي ګاونډیو سره زمونږ هر ډول خشن چلند نه د ملتونو په ګټه ده او نه د افغانستان د بقا په نفع تمامیدلای شي.
مونږ باید له نړۍ سره د تجارت پُل شو، په سیمه او نړۍ کې لومړی خپل افغان سوداګر را جلب کړو او بیا نورو ته د پانګونې زمینه برابره کړو.

مونږ ته یو پر ځان بسیا او خپلواک هیواد پکار دی؛ یو پر پښو ولاړ هیواد کولای شي، هم په سیمه او نړۍ کې د خپلو ګټو له ساتنې دفاع وکړي او هم په زغرده د خپلو اتباعو د حقوقو پوښتنه وکړای شي.

هو!
مونږ باید د هغو شرخوښو عناصرو ښکار نه شو، چې په یوه او بل نامه مو له خپلو ګاونډیانو په ټکر کې اچوي، دلته ۴۰ کلنه انقلاب کې د نړۍ د زبرځواکونو زورور استخباراتي حلقات لوبیدلي، نو باید پټو او ښکاره شیطاني لوبو/هڅو څخه یې په هیڅ ډول انکار ونه شي.

له حالاتو څخه د باخبر ځوان په توګه باید تاریخ د عبرت په توګه هر وخت ولولو او د هیچا نا دودې باید هیرې نه کړو؛ خو اوسنی دریځ مو باید داوي چې لکه څنګه د خپل هیواد په فضا کې د امن پلویان یو، نو د ګاونډیو په کاله کې هم د اورونو غوښتنه نه کوو، ځکه همغه سپرغۍ بیرته زمونږ لمن هم سوځوي.
راځئ د مختلفو قومونو، ژبو او خیلونو څخه دا جوړ افغانستان داسې وساتو، چې نه مو چیرته اتباعو ته څوک سپک وګوري، نه پکې ځان څوک پردی حس کړي او نه هم شرپسنده نړیوالو ته د هغوی د ګټو د تحفظ لپاره بیا د مداخلې زمینه برابره شي.

Leave a reply