په ملک کښې د عمومي ټاکنو په اړه پخواني وزیرداخله شیخ رشید نوې دعوی کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد په ملک کښې د وخت نه مخکې انتخاباتو په اړه نوې دعوی کړې ده.
په ټولنيزه ميډيا خپل يو بيان کې شيخ رشيد ليکلي چې د پاکستان اقتصاد او حکومت دواړه ډوب شوي، کډوال له پاکستاني بانکونو پيسې وباسي او بهرنيو بانکونو ته يې ليږي، راکړه ورکړه دوه چنده شوې او بهرنۍ اسعار کم شوي دي.
شيخ رشيد وويل په ملک کې دسياسي اعصابو جنګ زور اخستى دى خو دا جګړه به عمران خان وګټي، ټول ولس اؤ پارليمان دعمران خان تر شا ولاړ دى، څوک چې عمران خان سره خيانت کوي هغه به ډير زر دخپل سياست ښخ کړي، دپي ټي ايم سياسي مرګ دى. په دیوال لیکل کیږي کله چې ټاکنې کیږي.
د داخله چارو پخواني وزير وويل آصف زرداري او شهباز شريف په کارټونو لګيدلي دي، آصف زرداري بايد پنجاب پريږدي او د سندهـ په اړه فکر وکړي.د وخت نه مخکې انتخاباتو په اړه شیخ رشید نوې دعوه کړې او ویلي یې دي چې د جنورۍ تر ۳۰ مخکې به د وخت نه مخکې انتخاباتو فیصله وشي.
سیاسی اعصاب کی جنگ تیز ہوگئی ہے عمران خان یہ جنگ جیتے گا پاکستانی معیشت اور حکومت دونوں ڈوب رہےہیں تارکین وطن پاکستانی بینکوں سےپیسےنکلوارہےہیں اور پاکستانی باہرکےبینکوں میں بھیج رہےہیں روس نےتیل دینے سے انکار کردیاہےگوگل نے کیرئیرپیڈامعطل کردیاہےمہنگائی دوگنی زرمبادلہ کم ہوگیا
— Sheikh Rashid Ahmed (@ShkhRasheed) December 2, 2022
قوم اور پارلیمان عمران خان کے پیچھے کھڑی ہیں جو عمران خان کےساتھ غداری کرےگا اپنی سیاست دفن کرے گا دیر یا سویر جب بھی الیکشن ہوے PDMکی سیاسی موت دیوار پےلکھی گئی ہےآصف زردای اور شہباز شریف چلےہوئےکارتوس ہیں آصف زردای سندھ کی فکرکریں30جنوری سےپہلےقبل ازوقت الیکشن کافیصلہ ہوجائےگا
— Sheikh Rashid Ahmed (@ShkhRasheed) December 2, 2022


