د پاکستان سپریم کورټ د کوټې په جوډیشل ریسټ هاوس کښې د اعظم سواتی پاتې کیدل رد کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سترې محکمې د کوټې په جوډيشل ريسټ هاوس کې د اعظم سواتي پاتې کېدل رد کړل.
د سپريم کورټ د اعلاميې له مخې جوډيشل ريسټ هاوس کوئټه د سپريم کورټ د رجسټرار دفتر لخوا اداره کېږي، په جوډيشل ريسټ هاوس کې يواځې اوسني او ريټائرډ ججان پاتې کېدلی شي.
بيان کې وئيل شوي دي چې اعظم سواتي هيڅکله دسپريم کورټ ريسټ هاوس کوئټه کې نۀ دى پاتې شوى، دسپيشل برانچ بلوچستان په وينا اعظم سواتي دبلوچستان جوډيشل کمپلکس کې اوسيږي اؤ بلوچستان جوډيشل کمپلکس د سپريم کورټ په واک کې نۀ دى.
ياده دي وي چي تيره ورځ پريس کانفرنس کښي د پي ټي آئي مشر او سينيټر اعظم سواتي په جوډيشل لاجز کوئټه کښي د اعتراض وړ ويډيو ريکارډنګ کولو تور لګولي وو۔
…………………………..


