هند کښې د ډینګي ناروغ ته د پلیټلیټس په ځای د جوس ډرپ لګول شوې، ناروغه تن ژوند له لاسه ورکړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د راپورونو له مخې په هند کې د ډینګي یو ناروغ ته د پلیټلیټس پر ځای د جوس څاڅکو ډرپ ولګول شو چې ددې پس هغه ناروغ ژوند له لاسه ورکړې دې.
هندي رسنۍ وايي، د اترپردېش ایالت په یوه شخصي روغتون کې د ډینګي ناروغ د پلیټلیټونو پر ځای د لیمو جوس د څاڅکو له لارې بدن ته انتقال شوی، چې له امله یې ۳۲ کلن ناروغ خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه ۳۲ کلن ناروغ کورنۍ وايي، چې په روغتون کې د دوی ناروغ ته ورکړل شوی څاڅکی د پلازما په نښه شوی و، خو د خوږو لیمو جوس پکې وو، چې له امله یې د دوی عزیز خپل ژوند له لاسه ورکړ. ده غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملينو ته دې سخته سزا ورکړل شي.
د اترپردیش مرستیال اعلی وزیر برجیش پاټک وايي، زما په هدایت اړوند روغتون تړل شوی او له مسوولو کسانو سره به سخت چلند وشي.
د ایالت پراګراج (پخواني اله آباد) اضافي لوی طبي افسر وايي چې د ناروغ د وینې نمونې اخیستل شوي او روغتون به تر هغه پورې تړلی وي چې د وینې پایلې شتون ولري.
بل خوا د هسپتال انتظاميې ټول تورونه رد کړي او وئيلي دي چې د مريض پلېټلېټس 17 زره ته راټيټ شوي وو چې په دې اړه د هغه کورنۍ پخپله پلازما راوړې وه کومه چې ورته لګولې شوې وه۔
د خصوصي روغتون اداره وايي، چې د ناروغ کورنۍ له دولتي روغتون څخه د پلازمېنې ۵ واحدونه راوړي وو، چې له دې جملې څخه ۳ يې تداوي شول، چې وروسته يې حالت خراب شو او وروسته يې ساه ورکړه.
………………………..
نور خبرونه
د فوځ سرلښکر په سروس کښې ایکسټنشن په خپله نه اخستل هم یو ښه روایت او ښه خبره ده: شاهد خاقان عباسي
د وزیراعظم شهباز شریف د نااهلې لپاره جمع شوی درخواست باندې سپریم کورټ رجسټرار اعتراضونه راپورته کړي
هغه کسانو له شرم کول په کار دي چې تعلیمي ادارې د شر او فساد خپرولو لپاره وکاروي: مریم اورنګزیب
اعتزاز احسن په پاکستان تحریک انصاف کښې د شاملیدلو خبرونه دروغ بللي دي






